اصلي منځپانګې ته ورشئ

زموږ زياتره ليکل په درد او ځور راڅرخي

ادبي لیکنه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۵ دقیقې ۱۰ لوستنې
زموږ زياتره ليکل په درد او ځور راڅرخي

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
دلته زياتره ليکوونکي په هغو موضوعاتو ليکل کوي چې د درد او ځور په هکله وي. داسې فکر کيږي چې که داستان غمجن وي يا غمجن پای ولري نو ډېر اغيزمن به وي، ډېر پام به ور اوړي. خو زه په دې وروستيو کې تل په دې سوچ کې يمه چې دومره ډېر د دردونو بیانول اخر د څه لپاره؟
درد او ځور زموږ له ژوند سره تړلي شيان دي، ټول یې ښه پيژنو، تجربه کړی مو دي او ښه پوهېږو چې زياتره وخت د زغم وړ هم نه وي. په دې سربیره بیا هم معمولا داسې ليکل کوو/لولو چې بیا ځلې پکې له خپل ځور يا يو بل درد سره مخ کيږو. په دې سره ليکنه لوستونکي ته د خپل کړاو په سيوري بدليږي او ښایې پريښودلی به یې له دې امله نه شي چې دوی خپلې تجربې پکې حس کوي، اشنا ورته ښکاري.
دا سمه ده چې ځينې ليکوونکي پخپلو ليکنو کې خپل ډک زړونه تشوي او پدې سره دوی راحته کيږي. خو لوستونکي بیا هر وخت د يو چا د زړه په بارونو کې څه نه شي موندلی يا اصلا پرې غميږي به. ايا زموږ د اکثره لوستونکو فکر په هغه کچه کې دی چې د يو ژور درد په حسولو سره دې د مثبت بدلون پريکړه وکړي؟
په ليکنه کې خو زياتره وخت هدف دا وي چې يو چاته د مثبت بدلون راتلو په هيله يو څه ور احساس کړل شي او دلته خلکو ته د يو څه د ورليدلو لپاره يوازې د ځورونکو کيسو لمن کلکه نيول شوې. يوازې بدۍ پرې ويني. په خوشالۍ ډېري لږي کيسې ليکل کيږي. ډېر لږ وخت ښه په داستان بدليږي. ډېر کم خلک د هغو هيلو او خوشبینيو کيسه کوي چې د سختيو پر مهال یې ساتلې. موږ د بدلون لپاره يوه بله زاويه را نه وړه. حال دا چې ښه والي يادول ښایې په لا ډېره اسانۍ سره لوستونکي په واقعي ژوند کې هغه ښه والي ته يوسي.
موږ يوازې د دردونو انځورول زده کړي دي. د خوښۍ صحنې نه شو جوړولی، چل یې نه راځي. ټولې کيسې مو له غمونو، انديښنو، ناکاميو، ژړاوو، بدو رواجونو او د ټولنې له خرابو ټکو ډکې دي. په اصل کې موږ د خپلې ټولنې او خلکو يو ډېر خراب انځور وړاندې کړی. هغو ښو ټکو ته مو شا اړولې چې موږ ته ښه احساس راکوي. يوه هيله او انرژي راکوي. زموږ د زياترو داستانونو پای مرګ او ناهيلۍ وي. موږ نه پوهېږم ولې دومره بدبین يو؟ ولې دومره سخت زړي يو چې بايد په مرګ او ناهيلۍ سره دې وويرول شو؟
موږ د تر ټولو بدو، ظالمو او غمجنو کرکټرانو په جوړولو کې ښه تکړه يو، حال دا چې ټولنه په ډېرو ښو ښو خلکو هم ډکه ده. د يوه ښه والی هم چا کيسه نه کړ. د يو ټوکي او شوخ طبعه کرکټر پر ځای مو تل غمجن کرکټر پنځولی. موږ د طنز په ژبه هم نه پوهېږو. ليکل مو طنز نه لري او دا ښایې له دې امله چې په ټوله کې طنز او ټوکو ته په ښه نظر نه ګورو. خو رښتيا دا دي چې د انسانانو په توګه دې هر څه ته اړتيا لرو. بايد وکولی شو چې پخپل ژوند کې يوڅه ته د شوخۍ له زاويې وګورو. پوهه او مانا هر وخت په درد کې نه موندل کيږي. پوخوالی يوازې د سختيو له تجربه کولو نه، بلکې د بيلابيلو حالتونو له تيرولو راځي، نو ځکه خو به اړتيا نه وي چې په لوستونکو د يوڅه ليدلو لپاره يوازې کړاوونه او منفي ټکي بيان کړو.
پښتانه متل کوي چې وينه په وينې پاکيږي. د داستان په برخه کې هم همدا ناسم ذهنيت خپور شوی چې ځور بايد بیرته په ځور سره اشباع شي. د بديو، بدوالي ته مو بايد د بدوالي په ليدلو سره ور پام شي. دريغه داسې خو نه وای
ولې بايد د منفي کيسې په کولو سره خامخا د مثبتو پايلو په تمه اوسو؟ ليکوونکي که واقعا هم د لوستونکو په غم کې وي نو بايد يو داسې صحنه ورته ترسيم کړي چې هغوی ته په اساني سره خپل ښه والي ور په ياد کړي، نه منفيات. يو ښه کرکټر ور مخکې کړي. مثلآ زما له ډېر پخوا په يوه هندي سريال کې يوه انجلۍ ډېره خوښيده. د هغې کړنو، چلند او خبرو به ډېر خوند راکاوه. په لاشعوري توګه په دې هڅه کې وم چې د هغې غوندې شمه او د هغې رنګ اوس هم راپکې پاته ده. فکر کوم موږ د فکر پر ځای تقليد ډېر ژر او اسانه کولی شو.
دا فکر په ډېره پراخه کچه خپور ده چې که بد شيان بیان کړل شي نو د خلکو به ورپام شي او مثبت بدلون به پکې راشي. که ځور بیان شي درک به یې اسانه وي. دا هر څه سمه ده. خو موږ يوازې همدې ته ځای ورکړی. ژوند يوازې د دردونو کيسه نه ده. همدومره خوښۍ هم لري او که موږ لږ پکې هنرمند اوسو نو خوښۍ یې تر کړاوونو ډېريږي. که په خوشحاليو ليکل وکړو د خلکو پام کیږي چې دوی هم د هغسې اوسيدلو هڅه کولی شي. موږ کولی شو يو څه په دومره ښه والي انځور کړو چې لوستونکي هم زړه ورته وشي، هيله، انګيزه او انرژي ورکړي. د دې پر ځای چې خپل دردونه لا ژور وپلټي، را ولاړ شي او يوه له خوښۍ ډکه صحنه وپنځوي، ژوند وکړي. موږ د يو جنجالي کرکټر حالت هغومره نه شي اغيزمنولی لکه يو مهربانه کرکټر، ځکه په لاشعور کې ټول ښه والې او مثبتيت ته ميلان لرو.

دا لیکنه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو موږ رسامي اغېزمنوي، د انځورونو په ښکلاوو کې ورکېږو، سندرې او شعرونه مو احساسات راپاروي او تل مو هغه څه ځانته پام وراړوي چې د انسان په لاس ج...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۴ ۲ ۰
ولولئ
کرکټرونه
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

کرکټرونه

موږ د کيسې يا ناول لوستلو پرمهال له ګڼو کرکټرانو سره مخ کېږو او که چيري دوي ښه توصیف شوي او انځور شوي وي، نو ورته نږدې کېږو. د دوی له هرې خبرې، کړنې او چلند سره يو احساس راته پيدا...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۲ دقیقې ۱۵ ۱ ۰
ولولئ
ژوندي ليکل
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ژوندي ليکل

په دوهمه نړيواله جګړه ډېر کتابونه وليکل شول، خو د ان فرنک خاطرې ځکه دومره مشهورې شوې چې له احساساتو او عادي ورځنيو پیښو ډکې وې... په داستاني ادبیاتو کې کلمې د وچ نصيحت او پوهولو...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۱ ۱ ۰
ولولئ