Skip to main content
Books and translations

Sitara Weesa's books

Books she has written and translated into Pashto.

Clothbound books, an open volume and reading glasses on a wooden desk
Books and translations

3 books

خلک به څه وايي؟
Translated

خلک به څه وايي؟

Author: مېل رابېنز

Translator: ستاره ويسا

Publisher: اکسوس

The let them theory هغه نظريه ده چې نن سبا ټول خلک په سراسر جهان کې خبرې پرې کوي. د مېل رابېنز دا ليکلی اثر په امريکا او ډېرو نورو هيوادونو کې د ۲۰۲۵ کال تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب وو. دا نظريه پر دې ټينګار کوي چې څنګه کولی شو د خلکو له نظرونو او کړنو په بې پروا کيدلو سره خپله روحي آرامي بېرته ترلاسه کړو. د ارواپوهنې په برخه کې دا مهم اثر د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې په پښتو ژبه خپور شو او د همدې کال په اکتوبر کې یې دوهم چاپ هم راووت.

About this book
له يوه لرې کلي
Written

له يوه لرې کلي

Author: ستاره ويسا

Publisher: اکسوس

(له يوه لرې کلي) په نوم کتاب د ليکوالې لومړی ليکلی اثر دی، چې اوس تازه اکسوس خپور کړی. دلته په لنډو ليکنو کې د هغو احساساتو، فکرونو او حالاتو کيسې شوې چې موږ هره شېبه ورسره مخ کېدی شو؛ هغه ګډې انساني تجربې چې کلی او ښار نه غواړي...

About this book
روان مو ځواکمن کړئ
Translated

روان مو ځواکمن کړئ

Author: ډاکټره جولي سمېت

Translator: ستاره ويسا

Publisher: دانش خپرندويه ټولنه

دا کتاب په هغو رواني لوړو ژورو خبرې کوي چې په ورځني ژوند کې هر څوک ور سره مخ کېږي. دلته موږ ته په ډېر ښه ډول خپل رواني کشمکشونه راپيژندل کېږي او هغه لارې چارې هم ښودل کېږي چې څنګه په ښه ډول له دې حالاتو راووځو. د کتاب انګليسي نسخه په ۲۰۲۲ کال کې د Why has nobody told me this before تر سرليک لاندې خپره شوې وه او هغه کال په انګلستان کې تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب وو. دا کتاب تر دې دمه پنځه څلويښت نړيوالو ژبو ته ژباړل شوی دی. پښتو ژباړه یې په ۲۰۲۵ کال کې شوې.

About this book