موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو
ادبي لیکنه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۳ دقیقې
۱۳ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
سندرې او شعرونه مو احساسات راپاروي او تل مو هغه څه ځانته پام وراړوي چې د انسان په لاس جوړ شوی لوی شاهکار یې بولو...
مګر موږ ته ولې هغه څه ژوندي ښکاري چې په قابونو، تورو او سکرينونو کې مو بند کړي، يا اوس د مجسمو په څېر دي او د بل وخت يا بیخي لرې وخت کيسه کوي؟ دا شيان خو هغه دي چې وو...
ولې مو مړه شيان په حیرت کې اچوي؟
مړه به یې ځکه وبولو چې په تیر وخت کې د يو چا د سترګو او ذهن د ظرافت په پايله کې پنځول شوي. دوی که د هر څومره ښکلي څیز کيسه کوي، ژوندي خو نه دي. يو چا يوازې هغه څه په ترټولو ښکلې بڼې زموږ مخې ته ايښې چې دوی لیدلي او د دوی له دې ښکلي لیده بايد منندوی واوسو...
خو داسې هم نه چې يوازې په همدې مړو شيانو کې واوسو، ان هغه چې ښایې بیخي له موږ سره تړاو هم ونه لري. موږ په اوس کې يو، د همدې لپاره بايد د اوس شيانو ته پام وکړو، دلته بیخي ډېر څه دي. ولې مو هغوی په حيرت کې وانه اچوي؟
په اوس کې ژوند روان ده. باد، د باد خبرې، په باد کې د خاورو په هوا کړل شوې زرې، ورته نڅيدونکې ګلان...
نه دا چې وګورو جامې نوې دي که زړې، ښې دي که بدي، بلکې په باد کې د دوی په هوا کېدل وګورو، وګورو چې لمر او سيوري ته یې څنګه رنګونه بدليږي، وګورو چې جامې څنګه ژوندۍ کېږي...
ښه نه ده چې د يوې کيسې پرمهال په خبرو کې د يو چا د کلمو ټون ته غوږ ونيسو؟
ښه نه ده چې د کتابونو پر ځای انسانان ولولو؟ غوږ ونيسو چې مرغان په خپل شور، انسانان په خنداوو او حشرې په چوپتياوو کې څه وايې؟
ښه نه ده چې د کور د رنګ پر ځای مو د ورونو د خلاصيدو غنجا، د کړکيو په پردو کې د باد راټوليدل او د ديګ بخار د شپیلۍ غږ پام ور واړوي؟
ايا په دسترخوان د ايښودل شوو لوښو تر ښايست د کاچوغو او پنجو کړنګا ډېره د پام وړ نه ده؟
ښه نه ده چې کله کله سيوري په تيارو کې هم ولټوو؟ که لږ رڼا راسره وي، ښايې وې مومو...
ايا په دې ژونديو شيانو کې بیخي ډېر څه نه دي؟
موږ د مړو شيانو ترمنځ نه اوسو
د ژونديو ترمنځ لکه چې موږ مړه يو، ځکه هرڅه، ان شپه او په فرېم کې بند کړل شوي انځورونه هم يو څه وايې...
دا بیخي سمه ده، مګر موږ په ځان خواري نه منو، يوازې په انځورونو کې مخکې له مخکې هغه ښکلاوې ستايو چې نورو/بل وخت پنځولې، په شپې پسې نه ګرځو...
موږ د نورو شعرونو ته چکچکې وهو، مګر هېڅکله يو څه ته د شاعر له ليده نه ګورو...
موږ له باران وروسته د رالويدلو پاڼو له تريخ بوی سره اشنا يو، خو پام مو نه ده ورته کړی...
موږ ته د پخو شوو خوړو او خاورې بويونه عادي دي، ان د هر کس د عطرو ځانګړی وږم هم له پامه اچوو...
موږ يوازې په هغو ښکلاوو کې خوند لټوو چې نورو په نړۍ کې ليدلې او زموږ په مخ کې يې ايښې...
موږ په بې روحه شيانو پسې ځو، په اوسنۍ شېبه کې هغه څه ته پام نه کوو چې په يو ډول ژوند کوي...
موږ د شهکارونو ليونيان يو خو په خپلې شاوخوا کې هغه بې شمېره شيان له پامه اچوو چې ښایې تر دې ډېر اغېز ولري...
دا لیکنه څنګه وه؟
اړوندې کیسې
ادبي لیکنه
۲۴ تله ۱۴۰۵
کرکټرونه
موږ د کيسې يا ناول لوستلو پرمهال له ګڼو کرکټرانو سره مخ کېږو او که چيري دوي ښه توصیف شوي او انځور شوي وي، نو ورته نږدې کېږو. د دوی له هرې خبرې، کړنې او چلند سره يو احساس راته پيدا...
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
۲ دقیقې
۱۴
۱
۰
ولولئ
ادبي لیکنه
۲۴ تله ۱۴۰۵
ژوندي ليکل
په دوهمه نړيواله جګړه ډېر کتابونه وليکل شول، خو د ان فرنک خاطرې ځکه دومره مشهورې شوې چې له احساساتو او عادي ورځنيو پیښو ډکې وې... په داستاني ادبیاتو کې کلمې د وچ نصيحت او پوهولو...
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
۳ دقیقې
۸
۱
۰
ولولئ
ادبي لیکنه
۲۴ تله ۱۴۰۵
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي. داسې تجربې چې يو څوک يوازې پخپله ځانګړې بڼه ترې راتیريږي. دلته د هر چا سفر د دوی د ديد د زاويې غوندې فرق کوي. هر څوک پخپله بڼه پکې لوېيږي. موږ د...
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
۴ دقیقې
۷
۰
۰
ولولئ
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ