اصلي منځپانګې ته ورشئ

کرکټرونه

ادبي لیکنه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۲ دقیقې ۱۵ لوستنې
کرکټرونه

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
موږ د کيسې يا ناول لوستلو پرمهال له ګڼو کرکټرانو سره مخ کېږو او که چيري دوي ښه توصیف شوي او انځور شوي وي، نو ورته نږدې کېږو. د دوی له هرې خبرې، کړنې او چلند سره يو احساس راته پيدا کېږي. ژوندي راته ښکاري.

د نصير احمد احمدي ناولونه په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې ډېر مشهور او ډېر مينه وال لري. موږ د احمدي صیب د کتابونو له زیاتره کرکټرونو سره ښه بلد يو‌ او دوی د بل هر پښتون ليکوال د پنځول شوو کرکټرونو په پرتله ډېر مشهور دي. که څه هم د احمدي صیب د ناولونو ځینې څیرې انسانان نه دي خو د ښه توصیف او رول له امله ټول زموږ په ذهنونو کې حک دي او ان کولی شو ځینې یې د خپلو ځانګړنو له مخې هم تخمين کړای شو. زياتره کرکټران یې له واقعي ژونده اخستل شوي. دوی داسې څیرې دې چې موږ یې هره ورځ په خپله شاوخوا کې وينو، د دوی کړنې په ژوندۍ بڼه ګورو. احمدي صیب موږ له دوی سره ګام په ګام مخکې بیايې، تر دې چې ځانونه یې د کرکټرونو په احساس ګډ وربولو او له ځينو سره یې ډېر ژر عاطفي اړيکه پيدا کوو.

د احمدي صیب د ناولونو کرکټرونه په ټولنه کې خپل ځای لري. ډېوېډ جونز د کتاب هر مينه وال پیژني، ټول پوهېږي چې رحم دل ټکی رحم نه لري‌ او جوجو په هغه يوه سترګه څه نادرې کیسې ليدلې، ان هغه ځیرکه پیشو هم ښه پیژنو چې احمدي صیب په خپله ژبه غږولې ده.

موږ هغه څه ښه درک کوو چې لیدلي مو وي او ورسره بلد يو. د احمدي صیب ناولونه هم زموږ کيسې دي، زموږ خلک یې پکې لوبولي او د نيچرلېزم مالګه يې ښه پوره ده.

ما اوريدلي چې په زياتره ليکوالانو خپل پنځولي کرکټرونه ګران وي، ځکه د دوی په ژبه یې هغه څه ويلي وي چې ځينې وخت یې په خپله ژبه ويل اسان نه وي. په ځينو کې یې هغه ښه والې راوړي وي چې په واقعي ژوند کې یې له نورو تمه نه لري او ځینې څیرې یې د ځينو نورو انسانانو ګډ ترکيب وي، هره ځانګړنه یې په خپله ورکړې وي.

دا لیکنه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو موږ رسامي اغېزمنوي، د انځورونو په ښکلاوو کې ورکېږو، سندرې او شعرونه مو احساسات راپاروي او تل مو هغه څه ځانته پام وراړوي چې د انسان په لاس ج...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۴ ۲ ۰
ولولئ
ژوندي ليکل
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ژوندي ليکل

په دوهمه نړيواله جګړه ډېر کتابونه وليکل شول، خو د ان فرنک خاطرې ځکه دومره مشهورې شوې چې له احساساتو او عادي ورځنيو پیښو ډکې وې... په داستاني ادبیاتو کې کلمې د وچ نصيحت او پوهولو...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۰ ۱ ۰
ولولئ
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي

داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي. داسې تجربې چې يو څوک يوازې پخپله ځانګړې بڼه ترې راتیريږي. دلته د هر چا سفر د دوی د ديد د زاويې غوندې فرق کوي. هر څوک پخپله بڼه پکې لوېيږي. موږ د...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۷ ۰ ۰
ولولئ