ژوندي ليکل
ادبي لیکنه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۳ دقیقې
۱۱ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
په داستاني ادبیاتو کې کلمې د وچ نصيحت او پوهولو لپاره تر ډېره ښې نه راځي او نه هم د چا په ذهن کې پاته کېږي. بايد د يو چا له خولې یې را وباسو، يوه پیښه ورته رامنځته کړو او لوستونکې ته یې د احساس په ژبه ور وښايو. نن مې يو ناول لوست، ډېر خوندور وو. په لیکنه کې ډېرو عجيبو باريکيو ته پام شوی وو او ليکوال ډېر لوړ خلاقیت کارولی وو. د خپل ژوند تجربې او واقعیتونه یې په ډېره ښه بڼه او له ژور لیده بیان کړي وو. خو زياتره یې يوازې د ليکوال د فکر په بڼه راغلي وو او ډېره برخه یې همدا نن نن هم زما له ذهنه وتلې ده.
مګر تېر کال په اوړي کې مې د همدې ليکوال له خوا ليکل شوی يو بل ناول لوستی وو، هغه ناول هم همدومره خوندور وو، مګر د ننني ناول د ژوند د واقعيتونو او درسونو تله به ښایې پرې درنه وه. په هغه بل کتاب کې همدا شيان تر ډېره په ژوندۍ بڼه کښل شوي وو، د خلکو په کړنو کې انځور شوي وو، په پیښو کې اخښل شوي وو او زما اوس هم ټول داسې په زړه دې لکه همدا نن چې مې لوستی وي او لامل یې هغه ژوندۍ پيښې دي. زموږ په ذهن کې تر ډېره يو څه د هغو پېښو له امله پاته کیږي چې وينو یې يا ورسره مخ کړل کېږو، ځکه په دې ډول یې ښه درک کوو، ذهن ته مو يو څوک دروي او يا خپلې تجربې پکې وينو.
څو کاله مخکې مې د نړۍ د مشهورو کتابونو او د ليکوونکو په هکله مالومات لوستل، په زړه مې دي، دوه که درې ساعته یې په لوستلو بوخته وم، مګر اوس چې فکر وکړم يوازې يوه ليکواله مې په زړه ده. هغه کونډه چې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو له لیږلو وروسته به یې ليکنه کوله او دا ځکه چې د دې حالت به ښایې زه دردولی يمه. هغه نور مې ولې په زړه نه وو چې ښايې په تر ټولو مجهزو ځايونو کې به یې ليکل کول؟
ښایې له دې امله چې موږ عاطفي مخلوقات يو، ژوندۍ، ورځنۍ او له احساساتو سره تړلې پیښې ډېر اغیز راباندې کولی شي.
ځکه خو هغه لیکنې اغېزمنې بللی شو چې ورځنی ژوند پکې بيان شوی وي او د دې ژوند تر منځ منځ د ژوند درسونه او تجربې اخښل شوې وي.
دا لیکنه څنګه وه؟
اړوندې کیسې
ادبي لیکنه
۲۴ تله ۱۴۰۵
موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو
موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو موږ رسامي اغېزمنوي، د انځورونو په ښکلاوو کې ورکېږو، سندرې او شعرونه مو احساسات راپاروي او تل مو هغه څه ځانته پام وراړوي چې د انسان په لاس ج...
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
۳ دقیقې
۱۴
۲
۰
ولولئ
ادبي لیکنه
۲۴ تله ۱۴۰۵
کرکټرونه
موږ د کيسې يا ناول لوستلو پرمهال له ګڼو کرکټرانو سره مخ کېږو او که چيري دوي ښه توصیف شوي او انځور شوي وي، نو ورته نږدې کېږو. د دوی له هرې خبرې، کړنې او چلند سره يو احساس راته پيدا...
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
۲ دقیقې
۱۵
۱
۰
ولولئ
ادبي لیکنه
۲۴ تله ۱۴۰۵
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي. داسې تجربې چې يو څوک يوازې پخپله ځانګړې بڼه ترې راتیريږي. دلته د هر چا سفر د دوی د ديد د زاويې غوندې فرق کوي. هر څوک پخپله بڼه پکې لوېيږي. موږ د...
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
۴ دقیقې
۷
۰
۰
ولولئ
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ