اصلي منځپانګې ته ورشئ

داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي

ادبي لیکنه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۴ دقیقې ۸ لوستنې
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
داستاني ليکنې ډېرې شخصي تجربې دي. داسې تجربې چې يو څوک يوازې پخپله ځانګړې بڼه ترې راتیريږي. دلته د هر چا سفر د دوی د ديد د زاويې غوندې فرق کوي. هر څوک پخپله بڼه پکې لوېيږي.
موږ د ليکنو لپاره لومړني اصول او چوکاټونو له د باندې زده کوو. خو دا تر ډېره له بل چا نه شو زده کولی چې دا ټاکلي چوکاټونه به په څه ډول ډکوو. پر موږ بايد وخت تير شي، خرابې ليکنې وکړو، له نيوکو سره مخ شو، د خپلو ليکنو له امله وځوريږو... تر څو ليکنې مو په داسې څه واوړي چې د اړتيا په صورت کې بیا ټاکلي چوکاټونه هم ورته مات کړی شو او بلاخره موږ د يو سبک خاوند وبولي.
ليکل هغه وخت ځانګړې کېږي چې د يو لیکوال رنګ پکې ګډ شي. دا رنګ تر ډېره د تشريح وړ نه ده، ځکه زموږ له ځانګړي سبک څخه سرچينه اخلي. سبک بیا زموږ د وجود برخه وي. يوازې په موږ کې غوړيږي. نه یې چاته ور ښودلی شو، نه یې له چا زده کولی شو. البته، اغېزمن کېدلی خامخا شو‌.
داستاني ليکل د يوې ورځې يا يو کال خبره نه ده. دا داسې سفر ده چې موږ تر وروستۍ ورځې نوي څه پکې زده کوو او لا ښه کېږو. کلونه کلونه وخت غواړي چې يو ليکوال يوه خبره په خپله ځانګړې بڼه وکړي. دلته تر ډېره مهمه دا ده چې يو څه څنګه ويل شوي، نه دا چې څه ويل شوي. په پيل کې موږ يوازې په دې هڅه کې يو چې يو څه ووايو، وروسته مو پام کېږي چې مهمه دا ده چې څنګه یې وايو. شيان ټول يو ځل ويل شوي دي. کمال دا دی چې له نوې زاويې بیان کړل شي. او دا خامخا وخت غواړي. موږ په يو ځل نه پوهېږو چې څه بايد ووايو، هر څومره تګ چې کوو، همدومره ډېر سترګور کېږو. ځينې شيان دې چې يوازې له تجربې وروسته یې درک کولی شو. څه وخت مخکې ما خپلې مخکینۍ کيسې ايډيټ کولې. د نوؤ جملو د ور اضافه کولو پر ځای مې جملې ترې کمولې ډېري. ډېري جملې مې کمې کړې. يوه کيسه دومره وړه شوه چې نيمه هم نه شوه پاتي. پخپل حال مې پرېښودلې. په مخکينيو کيسو کار کول سخت وي. کيسې د وخت په تيريدو له موږ پردۍ کېږي. نور نو هغه موږ نه يو پکې پاتي. خبرې یې زموږ له خبرو سره همغږي نه لري.‌ لري به یې، خو زموږ زړه نه پرې پوري کېږي.
د کيسې په ليکلو کې بېرته همدا ليکل موږ لويوي، اصولو ته پابندي نه. يوازې زموږ خپلې تجربې موږ ته زموږ لار راښيي. موږ ته هغه ژورې تر بل هر چا ښې رامعلومې وي چې پکې لويدلي يو‌ او د همدې له مخې، يوازې موږ ښه پوهېږو چې په څه ډول یې بايد وليکو. ما به په لومړيو کې د يوې کيسې د ليکلو کار ژر پای ته رساوه، لکه له باره چې به مې ځان خلاصاوه. اوس یې قصدا دوه درې ورځې ځنډوم.‌ بیا بیا ورته راګرځم او ليکم یې. په دې ډول کيسه خپله بڼه مومي. هغه بڼه چې ما یې په پيل کې تصور نه درلود او زياتره وخت زما تر تصور ښه کېږي هم. هره کيسه يو څه وايې، او د همدې اصلي جوهر پکې د رايستلو لپاره بايد ورځې ورځې ورسره واوسو. دا داسې دي لکه د چايو پخول، هر څومره یې چې ډېر ايشوو، همدومره یې زموږ په ذهن کې موضوع ښه دم اخلي. همدومره یې رنګ او خوند ښه کېږي.
د دې رنګ او خوند ډېرول له چا نه شو زده کولی، نه هم په دې برخه کې د بل چا په څېر کېدلی شو. يوازې پخپلې ځانګړې بڼې یې رامنځته کولی شو...

دا لیکنه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو موږ رسامي اغېزمنوي، د انځورونو په ښکلاوو کې ورکېږو، سندرې او شعرونه مو احساسات راپاروي او تل مو هغه څه ځانته پام وراړوي چې د انسان په لاس ج...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۴ ۲ ۰
ولولئ
کرکټرونه
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

کرکټرونه

موږ د کيسې يا ناول لوستلو پرمهال له ګڼو کرکټرانو سره مخ کېږو او که چيري دوي ښه توصیف شوي او انځور شوي وي، نو ورته نږدې کېږو. د دوی له هرې خبرې، کړنې او چلند سره يو احساس راته پيدا...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۲ دقیقې ۱۵ ۱ ۰
ولولئ
ژوندي ليکل
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ژوندي ليکل

په دوهمه نړيواله جګړه ډېر کتابونه وليکل شول، خو د ان فرنک خاطرې ځکه دومره مشهورې شوې چې له احساساتو او عادي ورځنيو پیښو ډکې وې... په داستاني ادبیاتو کې کلمې د وچ نصيحت او پوهولو...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۱ ۱ ۰
ولولئ