اصلي منځپانګې ته ورشئ

د «ورک غږونه» پر کيسې د ډاکټرې شريفې شريف کره کتنه.

ادبي لیکنه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۱۳ دقیقې ۸ لوستنې
د «ورک غږونه» پر کيسې د ډاکټرې شريفې شريف کره کتنه.

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
د «ورک غږونه» پر کيسې د ډاکټرې شريفې شريف کره کتنه.





د ستارې ویسا ٬٬ورک غږونه،، لنډه کیسه د انسان د اصلي یا ذاتي هویت او ورکړل شوي ټولنیز هویت ترمنځ د فکري او رواني مناقشې انځور دی. دا مناقشه د ادبي تخیل، ژورو انځورونو او هنري روایت له لارې د لنډې کیسې په چوکاټ کې وړاندې شوې ده.

هر لوستونکی د خپل ذوق، فکر او تجربو پر بنسټ له یوه ادبي اثره خوند اخلي او د هغه پیغام یا پیغامونه خپله تعبیروي. ان د لوستونکي روحي حالت د لوستلو پر مهال د اثر په درک، خوند اخیستلو او د مانا په موندلو کې اغېز لري.

ما له دې کیسې د هغې له ادبي جوړښت او هم د راوي په خبرو کې له نغښتو پیغامونو او ژورو ماناوو ډېر خوند واخیست.

زما په اند، ورک غږونه د هغې ښځې د ذهني، فکري او رواني لټون کیسه ده چې د مېړه په کور کې په بل نوم یادېږي او له هغې د خپلو ذاتي غوښتنو او احساساتو پر خلاف د بل ډول هویت تمه کېږي. راوي غواړي د خپلو یادښتونو د لیکلو له لارې ځان وپېژني. د هغې اصلي هویت د یادښتونو په کتابچه کې پټ دی.

یوه ورځ یې لور، ځلا، کتابچه پرانیزي او د مور یادښتونه لولي. د کیسې اصلي روایت د همدې یادښتونو له لارې وړاندې کېږي. کرکټر د اگزیستانسیالیزم، ارواپوهنې او ټولنپوهنې له لیدلوري د اصلي (ذاتي) هویت او ورکړل شوي ټولنیز هویت ترمنځ د تضاد په اړه ذهني او رواني شخړه څېړي.

د دې ذهني او رواني لټون په ترڅ کې راوي ځان پېژني او خپل «زه» مومي. کیسه د ځلا او مور ترمنځ په یوه دیالوګ پای ته رسېږي، مور خپل یادښتونه خپلې لور ته تشریح کوي او په پای کې ورته وایي چې چوپه پاتې نه شي

د کیسې جوړښت نوی او د پام وړ دی. روایت د درېیمګړي راوي له لیدلوري وړاندې کېږي، خو اصلي راوي هماغه د یادښتونو لیکونکې ده. د یوه کرکټر پېژندل د یادښتونو له لارې نوی داستاني تخنیک نه دی، خو په دې کیسه کې د یادښت لیکونکي کرکټر ژوندی کول او پر خپلو پخوانیو یادښتونو د هغې اوسنی غبرګون او فکر کول، زما په اند، د کیسې د جوړښت یو نوښت دی.

د کرکټرونو وده او جوړښت هم د کیسې له مهمو تخنیکي اړخونو دی. په ظاهره کې یوازې دوه کرکټرونه لرو، ځلا او مور یې، خو لوستونکی له دې ډېر کرکټرونه پېژني. مور پخپله څو هویتونه او څو کرکټري بڼې لري. یوه یې درخانۍ ده، هغه نوم او هویت چې د مېړه کورنۍ ورته ورکړی دی او بله هغه ښځه ده چې اصلي نوم یې موږ نه پېژنو، هغه ښځه چې خپل ذاتي احساسات، غوښتنې او فکرونه لري. درېیمه بڼه یې هغه «زه» ده چې د خپلو لیکنو او تجربو په اوږدو کې وده کوي او بدلېږي.

د کرکټر جوړښت د لنډې کیسې یو مهم عنصر دی، کرکټر باید د کیسې په بهیر کې ذهني، رواني او شخصیتی بدلون ومومي او وده وکړي. په دې کیسه کې لوستونکی د اصلي کرکټر، یعنې مور یا درخانۍ، ذهني او رواني وده په ډېر ښه ډول احساسوي، پرته له دې چې د ډېرو پېښو یا اوږدو خبرو اړتیا وي.

د یادښتونو نېټې د کیسې زماني بهیر روښانه کوي، خو د کرکټر ذهني او فکري وده د ځلا د دې پوښتنې په ځواب کې لا ښه څرګندېږي چې ولې نوې لیکنې نه کوي:

٬٬زه په دې ټولو کلونو کې دې یادښتونو ته څو څو ځلې راغلې یم او په پخوانیو لیکنو مې زیاتونې کړې دي. هر ځل له یوې متفاوتې (زه) سره.،،

دا متفاوت «زه» د کرکټر د ذهني او رواني بدلون او ودې څرګندونه کوي.

دا متفاوت «زه» د کرکټر د ذهني او رواني بدلون او ودې څرګندونه کوي.

د کیسې بل مهم تخنیکي اړخ د سمبولونو او انځورونو کارول دي. سمبولونه او انځورونه هغه وخت اغېزمن وي چې د لیکوال له اصلي موخې او پیغام سره تړاو ولري. که سمبولونه او انځورونه له یو بل سره همغږي ونه لري، د کیسې په جوړښت کې نه اوبدل کېږي او جلا او ځوړند ښکاري.

سمبولونه او انځورونه باید د کیسې د فضا، پېښو او احساساتو په رګونو کې، لکه د تار په څېر، وغځول شي او د کیسې د پیغام په رسولو کې مرسته وکړي.

د ستارې ویسا په دې کیسه کې د فضا، سمبولونو، انځورونو او روایت ترمنځ همغږي د کیسې پیغام پیاوړی کوي.

یو ادبي اثر کېدای شي یو اصلي پیغام ولري، خو که لیکوال د انسان ژوند، چاپېریال او ټولنې ته ژوره کتنه ولري او هغه د خپل احساس او تخیل له لارې وڅېړي، نو کولی شي ډېرې نورې خبرې او فلسفي پوښتنې هم راولاړې کړي.

٬٬ورک غږونه،، زما په ذهن کې ډېرې پوښتنې او فکرونه پیدا کړل. د دې کیسې اصلي موضوع ما ته د انسان هویت ښکاري، هغه هویت چې څو پوړیز دی او د زېږون له وخته تر زړښت پورې د فکري او فزیکي بدلونونو له بهیر سره وده کوي.

له جنسیتي هویت پرته، چې انسان یې له موره ترلاسه کوي، کورنۍ، چاپېریال، ښوونځی، ټولنه او فرهنګ د انسان هویت ته نور اړخونه ورزیاتوي. ستارې ویسا په دې کیسه کې د همدې واقعیت بېلابېلې خواوې څېړلې دي.

لیکواله د کرکټر د «زه» یا ذاتي هویت مسئله د ذهني او رواني کشمکش په بهیر کې د انساني احساساتو له لارې لټوي. هغه څه چې موږ نورو ته وایوو، څه تاییدوو او څه ردوو، زموږ د کرکټر او هویت باندنی یا ټولنیز اړخ جوړوي، هغه اړخ چې د ټولنې او فرهنګ د منلو لپاره خپلوو، یا کله ناکله راباندې تپل کېږي.

خو زموږ اصلي هویت زموږ په رښتینو احساساتو کې پروت دی، هغه احساسات چې که ټولنه یې مناسب ونه ګڼي، موږ یې ډېری وخت پټوو یا یې سانسوروو.

٬٬نن مې د کور ټول ګلان اوبه کړل. دا کار ښه حس راکوي. دوی باغوانه راته وايي. خو زما باغواني نه خوښېږي، اصلاً له ګلونو سره به مې هم دومره مینه نه وي، خو اوبه کول یې خوند راکوي. دا ښايي په خپل ځان کې یو تضاد وي، مګر زه همداسې یم او غواړم همداسې (زه) واوسم.

خوښېږي مې چې هر څه وینم، هغه ووایم. نه غواړم رښتیا په دروغو واړوم. که مې څه ته خندا راځي، غواړم وخاندم ان که نور نه خاندي هم. او که ژړا راتله، نو د خوښۍ په شېبو کې به هم خامخا وژاړم.

غواړم زه هم د ژوند په څېر په خپله واقعي څېره کې مخکې لاړه شم ان د تر ټولو سختو شېبو ترمنځ هم،،

کتابچه او پاڼې یې د دې کیسې یو انځوریز سمبول دی چې ګڼې ماناوې ترې اخیستل کېدای شي. زما لپاره د کتابچې پاڼې د هویت د بېلابېلو پوړونو سمبول ښکاري. ځلا چې هره پاڼه اړوي، د خپلې مور یو نوی هویت پېژني. خپله مور هم هر ځل چې یادښت لیکي، په خپل فکر کې له یوه نوي یا بدل شوي «زه» سره مخ کېږي.

کتابچه کېدای شي د ژوند سمبول هم وي ځکه د هرې پاڼې په اړولو سره د ژوند یوه برخه تېرېږي. د انسان د دنني او باندني، یا ټولنیز هویت ترمنځ ټکر او غبرګون د ټولو انسانانو یو ګډ انساني واقعیت دی.

خو زه د ښځینه هویت اړخ دلته ځانګړی او جالب ګڼم. زموږ په څېر ټولنو کې د ښځو هویت تر ډېره کورنۍ او ټولنه ټاکي. د مېړه په کور کې ښځو ته د بل نوم ورکول د هویت د بدلولو یا ټاکلو یوه څرګنده بېلګه ده.

٬٬دوی راته درخانۍ وايي، خو زما په اند هغه دلته نشته. دلته یوه بله نجلۍ ده چې دوی یې دومره نه پېژني ،،

انسان له خپل نوم سره له ماشومتوبه عادتېږي. ځان د خپل نوم له لارې پېژني. ډېر ماشومان مو لیدلي چې د خبرو کولو په لومړیو پړاوونو کې ځان د درېیم شخص په نوم یادوي د «زه ځم» پر ځای وايي: ٬٬زلمی ځي،،

خو ښځې ته د مېړه په کور کې د هویت یوه نوې پاڼه ورزیاتېږي. د پلار د کور «درخانۍ» له هغې ښځې سره توپیر لري چې د مېړه کور یې پېژني. هغه د بېلو غوښتنو، فکرونو او احساساتو خاونده ده.

درخانۍ یوه بله ده او د کتابچې لیکونکې «زه» بله ده، هغه «زه» چې لا هم د بدلون او ودې په حال کې ده.

٬٬ رښتیا! ما مې له لیکنو مه اټکل کوئ، زه هغه یوه هم نه یم چې تل دلته وي. اصلي (زه) ښايي د احساساتو په اوج کې راڅرګنده شي، د ژړا، خندا یا خوښۍ پر مهال. واقعي (زه) به ښايي د همدې شېبو ترمنځ کوم ځای وي.،،

دلته د کرکټر «زه» د اگزیستانسیالیزم د فلسفې په چوکاټ کې تعریفېدای شي. که څه هم کیسه د بدبینۍ یا ابسوردیت ښکاره رنګ نه لري، خو دلته د البرت کامو خبره رایادېږي چې انسان په ژوند کې د مانا په لټه کې دی او په دې لټون کې سرګردانه پاتې کېږي. د انسان ځواب ښايي د غم او خوښۍ، خندا او ژړا ګډوله وي، د ژوند د ناخوالو پر وړاندې ژړا او د هغو پر وړاندې دفاعي خندا.

نیچه، الماني لیکوال او فیلسوف، هم باور درلود چې د غم ژړا او د خوښۍ خندا د یوې سکې دوه مخونه دي. دا دواړه د غمجن ژوند حدود څرګندوي او د انسان ځوابونه دي. (د دې فلسفي بحث نور وضاحت لوستونکي کولی شي په بېلابېلو فلسفي سرچینو کې ولټوي.)

ټولنې او فرهنګونه د انسان غوښتنو او کړو وړو ته ځانګړي چوکاټونه ټاکي. خو زموږ په ټولنه کې دا چوکاټ د ښځو لپاره تر ډېره محدود دی. ستاره ویسا دا محدودیت د کتابچې، یا د ژوند، په پاڼو کې انځوروي:

٬٬دواړه یوه شېبه غلې وې، دواړو خړې کتابچې ته کتل او د دواړو په اند هلته یوه نجلۍ بنده وه.،،

د ډېرو پیغلو او میندو اصلي هویت او غوښتنې د ژوند د کتابچو په پاڼو کې ایسارې پاتې دي.

غږ د دې کیسې بل مهم سمبول دی. غږ او خبرې هم، لکه د انسان هویت، دوه اړخونه لري: هغه څه چې اورېدل کېږي او هغه څه چې اصلي مانا یې ده. خبرې یوازې غږونه نه دي د ظاهري خبرو تر شا ډېرې نورې ماناوې او احساسات پټ وي.

که ښه پام وشي، ټولې څېرې شېبه په شېبه بدلېږي او متفاوتې کېږي. خبرې په خپل ځان کې نور غږونه هم لري. موږ نه پوهېږو چې د ځینو چوپتیاوو تر شا کومې کیسې پټې دي.

کله کله ډېر متضاد شیان په یوه پېښه کې سره راټولېږي او موږ حیرانوي. ځینې وختونه یې درک زموږ له توانه پورته وي، یا ډېر وروسته پوهېږو چې د یو چا د لوېدلو سترګو لامل هغه نه و چې دوی ویل بلکې د هغوی ترخو موسکاوو، د خبرو نوو کلمو او د څېرې بدلو اندازونو هم غوښتل چې یو څه ووایي.

موږ ځینې وختونه ځینې شیان نه وینو. ښکاره کول له ښکاره کېدو سره توپیر لري.

د غږ ضد چوپتیا ده خو چوپتیا هم د افهام او تفاهم (ارتباط) یوه بڼه ده. کله ناکله چوپتیا د رضا مانا لري او ډېر ځله بیا د اعتراض، مقاومت یا له خبرو د ډډې کولو نخښه وي.

٬٬زه ډېرې خبرې کوم، خو درخانۍ بیا چوپه ده. دوی فکر کوي چې هغه نوره هم چوپه کېږي، خو زما لپاره بیا خبرې لا ډېرېږي. نه پوهېږم ولې، زه چې هر څومره راڅرګندېږم، درخانۍ همدومره ورکېږي.،،

دلته راوي فلسفي او ټولنیزه کتنه سره یوځای کوي. ټولنیزې غوښتنې او فرمایشي هویت نه شي کولی د انسان اصلي هویت له منځه یوسي. د «زه» په څرګندېدو سره «درخانۍ»، چې یو ورکړل شوی او تپل شوی هویت دی، ورو ورو ورکېږي.

هر څومره چې انسان ځان پېژني او خپل رښتینی شخصیت څرګندوي، هماغومره د فرمایشي یا منسوب شوي هویت اهمیت کمېږي. دا د ټولنپوهنې او ارواپوهنې یوه پېژندل شوې موضوع ده چې انسان یو ذاتي هویت لري او یو بل هویت هغه دی چې ټولنه، کورنۍ او شرایط یې ورته مناسب ګڼي.

د دې دوو هویتونو ترمنځ واټن د انسان د ځان پېژندنې، پوښتنې او لټون له بهیر سره بدلېږي. دلته زما موخه د ټولنپوهنې پراخ بحث نه دی خو لوستونکی کولی شي دا موضوع په جلا توګه وڅېړي.

د غږ سمبول د کیسې له پیل څخه تر پایه غځېدلی دی. د کیسې فضا او وخت د بادپکې د غږ له لارې بیانېږي:

٬٬د اوړي په دې غرمه کې په ټول کور کې یوازې د پکې غږ اورېدل کېده.،،

د پکې غږ په ظاهره یو بې مانا غږ دی، خو د یوازیتوب او د اوړي د ماسپښین فضا انځوروي. وروسته، کله چې ځلا له کوټې څخه انګړ ته وځي:

٬٬دې تپ ټول غږونه غلي کړي وو، ان د مرغانو شور هم نه و.،،

غږ او چوپتیا دواړه د لیکوالې لپاره مانا لرونکي عناصر دي. درخانۍ چوپه ده، خو دا چوپتیا هم د هغې د نه منل شوي، تپل شوي هویت پر وړاندې یو ډول اعتراض او غږ دی. په همدې چوپتیا کې د نوي هویت د ودې نخښې هم لیدل کېږي.

ستاره ویسا د غږ او چوپتیا له لارې لوستونکی یوې بلې فلسفي کتنې ته رابولي: متضاد شیان تل یو بل نه ردوي، بلکې یو د بل په رڼا کې مانا پیدا کوي.

دا د هګل د دیالکتیک له فلسفې سره تړاو لري، چې د اضدادو ترمنځ اړیکه او تعامل د بدلون او پېژندنې یوه برخه ګڼي. رڼا پرته له تیارې، او لوړوالی پرته له ټیټوالي، بشپړه مانا نه پیدا کوي. (لوستونکی کولی شي د هګل د دیالکتیک د نظریې په اړه نور مطالعه وکړي.)

راوي د خپلو دوو هویتونو ــ د خسرګنۍ له خوا ورکړل شوي «درخانۍ» هویت او خپل اصلي «زه» ترمنځ د توپیر په بیان کې همدې فلسفي مفکورې ته اشاره کوي:

٬٬ههه، دا تیارې ماته یو بل څه را یادوي. ایا تیارې پخپله هم یو څه دي، که یوازې د رڼا نشتون دی؟ د یو څه نشتون یو بل شتون کېدای شي؟ لکه د درخانۍ په نشتون کې زه، یا زما په نشتون کې درخانۍ.،،

د «ورک غږونه» کیسه د لوستونکي په ذهن کې د انسان د ذاتي هویت او فرهنګي منل شوي هویت د ودې، بدلون او ټکر په اړه ګڼ «غږونه» او پوښتنې راولاړوي.

دا کیسه لوستونکی هڅوي چې د خپل ځان، خپل «زه» او خپلې ټولنې د پېژندلو لپاره له خپل روان، فکر او تجربو سره دننۍ مناقشه او تفکر وکړي، په چوپتیا کې غږونه واوري، د ژړا تر شا خندا او په خندا کې ژړا وویني.

انسان خپل «زه» د کورنۍ، ټولنې او فرهنګ له ورکړل شویو نومونو او تعریفونو څخه د تېرېدو په بهیر کې لټوي، چې هغه نوي هویت ته ورسېږي چې د ذاتي او فرهنګي هویتونو د ټکر او ترکیب له لارې جوړېږي، داسې هویت چې لا هم بدلېږي او وده کوي.

لکه څنګه چې په کیسه کې د راوي اصلي هویت د «درخانۍ» له نوم، د ماشومتوب له هغه نومه چې موږ یې نه پېژنو او د کتابچې د یادښت لیکونکې له «زه» څخه جوړ شوی دی. دا «زه» هر ځل چې راوي له نویو فکرونو او تجربو وروسته ورسره مخامخېږي، متفاوت وي.

زما په اند، ستاره ویسا د «ورک غږونه» له لارې لوستونکی دې ته هڅوي چې د ژوند، ټولنې، خپل ځان او اصلي هویت د پېژندنې لپاره فکر وکړي، پوښتنې وکړي او په خپل ذهن او روان کې ژوره پلټنه وکړي.

د دې لټون او څېړنې ترڅنګ، کیسه انسان هڅوي چې خپل فکرونه او رښتینې غوښتنې بیان او شریکې کړي. د کیسې د راوي په وینا، «شور جوړول» هم په خپل ذهن کې د خاموشو غږونو راویښول دي او هم په ټولنه کې د خپل غږ پورته کول.

دا لیکنه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو

موږ د ژوند ژوندي والې ته پام نه کوو موږ رسامي اغېزمنوي، د انځورونو په ښکلاوو کې ورکېږو، سندرې او شعرونه مو احساسات راپاروي او تل مو هغه څه ځانته پام وراړوي چې د انسان په لاس ج...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۴ ۲ ۰
ولولئ
کرکټرونه
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

کرکټرونه

موږ د کيسې يا ناول لوستلو پرمهال له ګڼو کرکټرانو سره مخ کېږو او که چيري دوي ښه توصیف شوي او انځور شوي وي، نو ورته نږدې کېږو. د دوی له هرې خبرې، کړنې او چلند سره يو احساس راته پيدا...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۲ دقیقې ۱۵ ۱ ۰
ولولئ
ژوندي ليکل
ادبي لیکنه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ژوندي ليکل

په دوهمه نړيواله جګړه ډېر کتابونه وليکل شول، خو د ان فرنک خاطرې ځکه دومره مشهورې شوې چې له احساساتو او عادي ورځنيو پیښو ډکې وې... په داستاني ادبیاتو کې کلمې د وچ نصيحت او پوهولو...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۱۱ ۱ ۰
ولولئ