يوه غرمه
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
یکشنبه، ۲۶ تله ۱۴۰۵
۳ دقیقې
۵ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
....
ورغلم، د کور لويي د کتابونو المارۍ ته ودرېدم. په زړو، نوو، لويو او وړو کتابونو ډکه ده. پلار یې زياتره وخت تاريخي کتابونه لولي. زما له تارېخ سره نه لګېږي. تارېخ يوازې د لويو پيښو کيسې کوي. زه په کوچنيو شيانو پسې ګرځم.
د کتابونو له منځه مې د کافکا محاکمه راواخستله. درې کاله مخکې مې لوستې وه. نه وم پرې پوهېدلې، په نيمه کې مې پريښی وو. کيسه یې بيخي راته ګنګسه وه، ان د مجرم جرم یې لا نه وو مالوم. بېرته مې کېښود. ښایې د لوستلو لپاره به یې لا ډېر وخت پاتې وي. څنګ ته یې د همينګوې او چيخوف کتابونه ايښي وو. ورپسې نور بهرني ليکوالان وو. دا ترتيب هم پلار ورته جوړ وو، لکه بل هر وخت چې په هر څه کې آساني جوړوي.
په پخلنځي کې د لوښو کړنګ شو. پوه شوم چې ناديه ده. ورو مې ور غږ کړل: اې مرچکۍ څه دې وکړل؟
-هېڅ هم نه دي شوي. له هر غږ سره خو به يو څه نه ماتېږي به بو! کله کله يوازې غږ وي.
خندا او غوسه مې سره ګډ شول. د دې شيشکې عمر او خبرې ډېر سره په تضاد کې دي.
پام مې بېرته کتابونو ته واوښت. تولستوی پخپل ټول وقار سره د جګړې او سولې له منځه راکتل. سترګو ته مې بې شمېره پيښې، کرکټرونه او اوږده روسي نومونه ودرېدل. په کتابونو دغسې لرغوني انځورونه ما يو عجيب احساس ته وړي. هغه وخت ته چې دوی تازه د انسان په اروا ليکل کول. چې د (ولې) پوښتنې به یې کولې.
اوسني ليکوالان یې د کتابونو پر مخونو خپل انځورونه نه راوړي. ليکنې یې هم په (څنګه) راڅرخي.
په لاندې پوړ کې ټول د وطني ليکوالانو کتابونه دي. ټول مې لوستي او ټول یې يوازې د بدو رواجونو، وژنو، جنګونو او غريبۍ کيسې دي. موږ يوازې خپه کوي. زور مو نه پرې رسېږي. دلته د يو لوی او غټ غم کيسه پکې شوې، ځکه خو ټولو پردی بللی. دوی که موږ له ځان سره يوازې د يوه انسان کوچنۍ نړۍ ته ور کښته کړي وای، د هغه په درون کې یې چکر راکړی وای نو خامخا به له هغې خوا بدل راوتلو. موږ داسې خلک يو چې يوازې د ځان لپاره يو څه کولی شو.
له پخلنځي يو ځل بیا د لوښو کړنګا او لوېدلو غږ راغی. نه مې کړل ور غږ. تر ويلو تجربه ډېر د انسان پام کوي.
پرېږده چې يو لوښی ترې مات شي.
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ