سپېره
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۴ دقیقې
۱۰ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
خبره یې په نیمه کې پرېښوده، له ځان سره وغنګېده، بله دې مه شه پېدا.
اینږور یې په خواشینۍ سره تر خپل څنګه وړې نجلۍ ته کتل.
د شیرین ګلې له کاوړه ډک غږ پورته غورځاره کړه، په تا سپېرې څه شوي، مور خو دې اته زامن زېږولي وو، تا ته ولې د خدای غضب شوی، دا دې اوومه لور ده!
د ښځي په خړ مخ مړې اوښکې راماتې شوې، ویې ویل، ددۍ ما څه کړي، د خدای امر ده.
د شیرین ګلې غوښن مخ له غوسې سور اوښتی وو، لکه یو لوی کشف چې یې کړی وي، په زوټه یې وویل، سپین سترګې مخ دې پټ که. ته وا داسې توره دې کړې، هلک دې زېږولی چې مخ دې راته لوڅ ده؟
د ښځې خپل لوڅ مخ ته پام شول. په وارخطایي یې په مخ ټکری ور کښ کړ.
د شیرین ګلې زړه ته خدای خبر څه خبره ور تېره شوه، یو دم په ژړا شوه. په ساندو کې یې وویل،
ميرولي مې یو سر ده. ته مې د دې لپاره ورته وکړې چې وروڼه دې ډېر وو، لوی ټبر مو وو. ما ویل میرو ته به خدای له تا ډېر زامن ورکړي. له بې کسۍ به خلاص شو، تربرو ته به یې سر جګ وي، خپل زامن به یې هډ وزر وي، ملک او پټی به پرې خوندي وي. خو تا سپېرې کور له سرو لوڼو را ډک کړ. له ځان سره دې موږ هم بې بخته کړو.
د شیرین ګلې د ژړا په اورېدو سره یو ډله وارخطا وړې نجوني خوني ته راننوتې. ټولې وچې کلکې، خېرنې او په بد حال وې. یوې پکې د هلکانو جامې اغوستې وې، وېښته یی هم د هلکانو په څېر واړه وو.
دوی ته په کتو د شیرین ګلې ژړا زور ونیوی، تر ټولو مشرې نجلۍ ته یې اشاره وکړه: په دې کم بختې مې د بخت بي بي نوم کېښود، ما ویل که یې د پلار بخت رابېداره او د زوی څښتن شي. د دابلې په وار مې ملایانو ته چرګان ور وړل، تاوېزونه او دمونه مې وکړل، ، نذرونه مې ومنل ما ویل که خدای مهربانه شي او یو ګلالی لمسی راکړي، خو دا سپېره یې راکړه.
نجلۍ مور ته مړې سترګې ور واړولې.
شیرین ګلې په ساندو کې بلې وړې نجلۍ ته وکتل، ویې ویل
په دې شیرین خورې مې د ملک ببري د لور نوم ایښی وو، هغه د یوولسو وروڼو یوه خور وه، ما ویل ګوندې دا نوم پسې بختور شي. په اوله میاشت مې یو غوږ ور سوری کړ، د اوو کورو له راوړو ټوټو مې جامې ورته جوړې کړې. تمه مي وه چې د دې هر څه په برکت به یې ورور پیدا شي خو د مور په تندې کې یې زوی نه دی لیکلی.
له څو پرله پسې سلګیو وروسته یې وویل، هاغه ژېړ سترګې چې پیدا شوه، د نیاز بي بي توړۍ په خوله مې وکړل، د هلکانو جامې مې ورواغوستلې، ما ویل ورور به یې پېدا شي...
غږ یې په ژړا کې ورک شو. شېبه وروسته یې په زحمت خپله خبره پوره کړه، ته وا ویل یې فرض عین ورته ښکارېدل: "خو مور سپېرې ته یې خدای زوی ورنکړ"
د هلکانو په جامو کې پټې نجلۍ په حیرانۍ خپلې انا ته کتل، ښایې تر اوسه به په دې کې ورکه وه چې په هلکانو کې راځي او که په نجونو کې، لکه د نه کړي جرم سزا چې یې تېروله.
شیرین ګلې یو دم په خپلې اینږور سترګې ور برګې کړې: نور بس ده، که په پور وي که په دار، میرولي ته مې بله ښځه کوم. ډیر مې درته وکتل، خو ته سپېره خدای پېژندلې یې، په ژوند به دې هم زوی و نه شي. تر تا خو شنډه ښځه ام ښه ده، لوڼي خو نه زېږوي.
شیرین ګله له خونې ووته، له تګ سره سم یې تر ډېره په غاړه د ځوړندو کنجیانو کړنجا اورېدل کېده.
ځوانې ښځې مخ لوڅ کړ، تر څنګ پرتې وړې نجلۍ ته یې وکتل، له سترګو یې غبرګې اوښکې را توی شوې.
د هلکانو په جامو کې پټه نجلۍ غلې د مور څنګه ته ورغله، ورو یې وویل، مورې ددۍ خو هم نجلۍ ده، هغه سپېره نه ده؟
د مور ستونی یی له ژړا ډک شو ویې ویل، ددۍ یو زوی لري.
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ