Skip to main content

رنګ

Short story س ستاره ویسا Friday, 16 October 2026 3 min read 50 views
رنګ

Recorded reading

No recorded reading is available for this writing yet.

Text size Line spacing
د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې وکتل، لکه يو ناڅاپه چې راويښه شوې وي؛ اه، دا مې څه وخت او ولې داسې وکړل؟
څېره یې نوره هم نيولې شوه. ډنډر یې په ارامه په ځمکه کېښود، ښه شېبه یې ورته کتل، بېرته یې ور واخست. خپل مخ ته یې ور نږدې کړ، غلې یې وويل، زه درته پړه يمه. له بده مرغه، ځینې وخت چې څو زموږ پام کېږي، ډېر ښه ښه شيان مو پخپلو لاسونو له منځه وړي وي.

دا ځل یې ډنډر په دومره ارامۍ په ځمکه کېښوده لکه ټول درد چې یې په دې تيريده.

ويې ويل، نه پوهېږم ولې تل داسې کېږي. کله چې يو څه زموږ په فکر کې وي نو په هر څه کې له همغه څه سره مخ کیږو. دوی که ما د بدۍ او دا ګل د ښه والې نښه وبولي نو ما د خپل بدوالې له امله هغه له ژونده محروم کړ، خو هغه بیا هم د خپل ښه والې له مخې زما دې ته پام کړل چې داسې بد بیا بايد تکرار نه شي.

هر رنګ به په بل رنګ اغېز لري. له څو ورځو مې همدا ټکی په ذهن کې راشين ده. پام شوي مې دي، موږ چې له هر چا سره مخ کېږو، په يو ډول مو د ځان غوندې کوي. که مهرباني ووينو، يو ناڅاپه نرميږو. که څوک په غوسه وي، موږ ته هم غوسه راځي.
پام شوي مې دي چې له هر چا سره مخ کیږم بې اختیاره يوه ځانګړې بڼه خپلوم. يو توپير راکې راځي، له هر چا سره په يوه متفاوته زه اوړم. نه پوهېږم ولې داسې کېږي. د دوی د انرژۍ له خاطره؟ له دوی سره د تير کړي وخت له امله؟ د څه له خاطره؟

پرون مې په واده کې هم ټوله ورځ پام وو. زرغونه مې څنګ ته ناسته وه. له ماشومتوبه سره ملګرې يو. شوخه او ژوندۍ انجلۍ ده. زما مې د خپل غږ ټون ته پام وو، ډېر له انرژۍ ډک وو. خندل مې، ټوکې مې کولې. هغه د کور غلې انجلۍ نه ومه. خو له هغه وروسته چې مې له خپلې پخوانۍ او مهربانې ملګرې سره مخ شوم نو يو ناڅاپه په يوې ارامې او خواخوږی انجلۍ بدله شوم. هغه په ورو او ارامه غږیدله او زما غږ هم د هغې په څېر شوی وو.

خو ماښام چې کور ته راتلو، له ليمې سره مخ شوم. وار له واره یې راغږ کړل، ډېره مغروره شوې یې.

خندا راغله؛ څه مغروري مې کړې؟

-ټوله ورځ مې په واده کې درته پام وو، په هر چا پسې دې خندل

-په چا پسې مې خندلي؟

-پرېږده یې. ته یې په ځان نه دروړې

غوسه راغله. ترې تېره شوم. ټوله شپه مې طبیعت خټه وو. تر اوسه مې له فکره نه وځي. نو موږ اخر څنګه دومره ډېرې بڼې لرلی شو؟ څنګه پر يو بل دومره ډېر اغېز کوو، مګر بیا هم لکه هېڅ اغېز چې نه لري؟
دا چې موږ له هر چا سره په يوه بيله بڼه مخکې ځو، له دې امله ده چې انسانان پخپله هرڅه لري، نورو ته یې هم ورکوي؟
د فکر وړ ده...

يو ځل بیا یې په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته وکتل، مړاوی شوې وې. اسويلی یې وکړ، په مړو سترګو یې وويل، نه پوهېږم ما به هغوی ټولو ته څه ورکړي وي.

How was this story?

Comments 0

No comments yet. Be the first to comment!

Write a comment

Related stories

ويده
Short story 16 October 2026

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

Recorded reading

No recorded reading is available for this writing yet.

3 min read 23 8 1
Read
انا
Short story 16 October 2026

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

Recorded reading

No recorded reading is available for this writing yet.

4 min read 9 2 0
Read
ليکوال
Short story 16 October 2026

ليکوال

له چايو ډکه پياله یې ورسره واخیستله، پيشو له شا ورپسې روانه شوه. ورغی، د کړکۍ څنګ ته اېښودل شوي مېز ته کېناست. پيشو کړکۍ ته وختله. د مېز پر سر ګڼ کتابونه، قلم دانۍ او يو انځور ا...

Recorded reading

No recorded reading is available for this writing yet.

6 min read 9 1 0
Read