پاڼې
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
یکشنبه، ۲۶ تله ۱۴۰۵
۳ دقیقې
۵ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
د کړکۍ څنګ ته ايښی بالښت یې سم کړ، بېرته ورته تکیه شوه. له کړکۍ د باندې يې د ونو ژېړو پاڼو ته وکتل، نیمې په ځمکې پرتې وې، نيمې لا په څانګو کې وې. ښه شېبه پرتو پاڼو ته ځېره وه، فکر يووړه، دوی هسې وايې چې مړې دي. مړې نه دي، دا په خپله يو ژوند ده. يو څه چې څو ښکلا او خوښي راوړي مړه یې نه شو بللی. خو هر څوک بیا هر څه ژوندي نه بولي. پلار وايې چې ته خيالي انجلۍ یې. ژوند بل څه ده. ښایې ټولو ته به همداسې اېسي نه.
د مور خبره ور په زړه شوه چې ويل یې بايد د انګړ پاڼې جارو شي. په چمن هوارو ژيړو پاڼو ته یې بیا وکتل: مورجانه وايې چې په انګړ کې پرتې پاڼې کور ګډوډ ښکاروي. خو زما خوښې دي. د ارامښت احساس راکوي. يوه شېبه غلې وه، ورو یې وويل: زما؟ زه نو څوک يم؟ په کور کې خو یوازې زه هم نه اوسم. رڼا ده، چې ښایې خوښيږي به یې. مور جانه کرکه ترې لري. ابا څه نه وايې، اصلا پام نه ورته کوي، په خپلو کارونو کې ډوب ده. رڼا لا وړه ده، خو لکه چې خوند ورکوي، مګر مورجانه د ښځو له خبرو ډاريږي، دوهمه درېيمه تل راته وايې چې نن خونه ژر جارو کړه، اوس به بیا توړۍ راځي.
پياله یې کېښوده، اه خو پاڼې، پاڼې دي. ماته ښې ښکارې، مورجانې ته بدي. اصلا د پاڼو ماهيت بدليږي نه، څوک خوند ترې اخلي، د چا لپاره بار وي...نو څه؟ انسانان ټول دغسې دي.
زما همدلته په طبيعي ډول پرتې او شيندلې خوښې دي، د مورجانې نه دي، نو څه.
ماته چې څه سکون راکوي د مورجانې لپاره په ډېره اسانۍ د ګاونډي د ښځې په پيغور بدليدای شي. پيغور به يوازې د مورجانې لپاره نه، زما لپاره هم وي، مورجانه د انګړ جارو کېدل زما لپاره هم غواړي. خو د پرتو پاڼو سکون به يوازې زه حسوم.
مورجانه ځانپالې نه ده، زه لکه چې یمه...اه.
پاڼې بايد نن نن جارو کړم، زما به خوښې وي. خو دلته يوازې زه هم نه اوسم. ځيني شيان بايد جارو کړو، د خوشالۍ لپاره...نوڅه. د ټولو خو به يو ډول شيان نه خوښېږي.
ورو یې وموسکل، کتاب یې ور واخست، په نښه شوی ځای یې پرانيسته، ويې ويل، پاڼو ته د کتلو سکون نو د مور د تندې له ګونځي کېدلو سره د پرتلنې وړ ده؟
نه، نو څه نه. هېڅکله نه...
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ