ويده
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۳ دقیقې
۲۴ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
دوه مياشتې مو تيرې کړې. سهار به زه او ابا وروسته له ناشتې له مشر تره سره د زړې کلا مخې ته تللو. هلته به هره ورځ ډېر نور سپین ږيري او د پاخه عمر سړي راتلل. را ډېريدل او را ډېريدل به. ټولو به سپين کالي او سپینې لونګۍ پر سر کولې، خړ به اوښتي وو.
د پيتاوې له راګرمېدو سره به د زړې کلا مخه ډکه وه. دا خړبخونه ليکه ماته نوی څه وو. يوه به د ادم او درخانۍ نقلونه اچول، يوه به بيګا خوب ليدلی وو، بل به د خپلې ځوانۍ کيسې کولې. ډېر به غلي هم وو. ښه مې نه دې په زړه چې دوی نور څه ويل. خو په دوی کې د ډېرو سپين ږيرو له ډلې د هغه يوه کيسه مې په یاد ده، ښایې د هغه نصوار له امله به مې نه وي هېره شوې چې زما د پښو مخې ته یې له خولې تو کړ، بیا یې په ترخه لهجه راته وويل، وه هلکه! د پيتاوې له مخې لرې شه.
زه غلی د ابا تر څنګ کېناستم، نه پوهېږم د هغه سپين ږيري خبرو ته مې ولې تلوسه لرله. مخ یې رانه پټ وو، کله کله به مې د ابا له څنګه غلي ور وکتل، خړبخونه شمله به يې نېغه ولاړه وه. ده ويل، د عسکرۍ دوره مو وه، په کوټه کې پنځه کسه وو، د شپې مو د څراغ مړ کول په نوبت کړي وو. په څلورمه ورځ زما نوبت وو، مازېګر مې لا يوه ښه درنه خښته راسره واخستله، د خوب پر وخت چې کله ټول په خپلو ځايونو پريوتل، ماته یې سترګې ونيولې چې پلانی خانه! څراغ مړ کړه. خښته مې ور ووېشته، د څراغ د ښيښې کړنګ شو.
نږدې کسانو په زوره زوره وخندل. لکه دا کړنګ چې دوی هم اوريدلی وو. یوه یې ويل، آفرين ولا، څه عجب کار دې کړی. زمری وې زمری. سړی یې بايد دغسې يو چاته ور وښايي.
په دې کې به غرمه شوه، ټول به کورونو ته لاړل، له غرمنۍ وروسته به ويده کېدل، ان د مني په هغو لنډو ورځو کې. چې ريښتيا شي، بايد هم ويده شوي وای، څه نه وو چې ويښ دې ورته پاته وای.
مازدېګر به بيا د زړې کلا د هغې بلې غاړې پيتاوي ته کيناستل. دا وخت به زياترو په ځمکه څلور کونجه کرښې ايستلې او په وړو تېږو او لرګيو به یې لوبه پرې کوله. ډېر ژر به ماښام شو. کور ته چې به راغلو، ويده کېدلو به.
ټولې ورځې مې همدا يو ډول کيسې په زړه دي. هو، رښتيا، هلته شپې اوږدې وې، ډېرې اوږدې...
نظرونه ۱
ډیره ښکلی وه. مننه!
خپل نظر ولیکئ