اصلي منځپانګې ته ورشئ

ورک غږونه

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۹ دقیقې ۱۰ لوستنې
ورک غږونه

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
ځلا خپلې مور ته وکتل، د کور په تر ټولو لويه خونه کې ويده وه. د اوړي په دې غرمه په کور کې يوازې د پکې غږ اوريدل کېده. دې پخپل لاس کې نيولې کتابچې ته وکتل. د يوه کوچني سپين ګل عکس پرې سريښ شوی وو. يو ځل بیا یې مور ته وکتل، په زړه کې ورتير شول؛ د مور له اجازې پرته به یې ويل ښه نه وي، دا کتابچه چې موږ دومره وخت نه ده ليدلې، مور به نه غواړي چې ويې لولو. مګر هغه خو له ما څه پټوي هم نه...

لاړه په انګړ کې د ونو د سيوري لاندي په اېښودل شوې پراخې څوکۍ کېناسته. هوا توده وه، دې تپ ټول غږونه غلي کړي وو، ان د مرغانو شور هم نه وو. کتابچې ته یې په ځېره وکتل، ډبلې پاڼې یې لرلې، خلاصه یې کړه. په لومړۍ پاڼه په لويو تورو د مور نوم او تر هغه لاندې دوه ويشت کاله پخوانی تارېخ ليکل شوی وو. پاڼه یې واړوله، د لومړي يادښت نيټه د جون دوولسمه وه، ليکلي یې وو:

دوی راته درخانۍ وايې، خو زما په اند هغه دلته نشته. دلته يوه بله نجلۍ ده چې دوی یې دومره نه پيژني. نه پوهېږم ځان د کومې يوې په توګه در وپيژنم، اصلا څه پوه شم چې څوک مخاطبوم؟ ښه ځه، که د هغې پر ځای په هغه څه وغږيږو چې د دواړو خوښيږي ښه به نه وي؟ مثلآ تور چاکليټ، توره قهوه، تورې جامې، تورې تيارې...هههه دا تيارې ماته يو بل څه رايادوي. ايا تيارې پخپله هم يو څه دي که يوازې د رڼا نشتون؟ د يو څه نشتون يو بل شتون کېدای شي؟ لکه د درخانۍ په نشتون کې زه يا زما په نشتون کې درخانۍ...

زه ډېرې خبرې کوم، خو درخانۍ بیا چوپ ده. دوی فکر کوي چې هغه نوره هم چوپ کېږي، خو زما لپاره بیا خبرې لا ډېرېږي. نپوهېږم ولې، زه چې هر څومره راڅرګندېږم، درخانۍ همدومره ورکېږي.

او رښتيا! ما مې له ليکنو مه اټکلوئ، زه هغه يوه هم نه يم چې تل دلته وي. اصلي (زه) ښایې د احساساتو په اوج کې راڅرګنده شي. د ژړا، خندا يا خوښۍ پرمهال. واقعي (زه)به ښایې د همدې شېبو تر منځ چېرته وي.

د جون شلمه:

په دې ورځو کې د انه فرنک خاطرې او ځينې نور بهرني کتابونو لولم. انه فرنک مې سږ او تير کال څو څو ځله ولوسته، نپوهېږم ولې د ځان په څېر راته ايسي. دا کتاب چې هر ځل لولم په يو بیل کتاب راته بدليږي، يا نه پوهېږم، زه به بدلیږم. له کله چې بهرني کتابونه لولم، همدومره ډېر د خپلې او نورو ټولنو تر منځ ځینې ټکي راته روښانه کېږي. دوی په فکرونو او احساساتو خبرې کوي، موږ په خلکو او پیښو. هغوی د علتونو په فکر کې دي، موږ په پايلو غږیږو. بیخي لکه دوه متضادي نړۍ. اه، ښه پوهېږم، کتابونه مې اذيت راډیروي. ډېر یې ډېروي. پخوا ارامه وم، هر څه چې وم د خپل شتون په محدوده کې وم، خو اوس په نورو شيانو کې ورکه يم. خدای خبر، دا ورکېدل به تر کومه لار شي.

ځلا پاڼه واړوله. په بل مخ کې څو سره ورته څېرې خو په بیلابیلو حالتونو کې رسم شوې وې، ژړا، خندا، بې تفاوته...

ورته ځېره شوه، مور موږ ته کله دا ډول رسامي نه ده راښودلې. هغې خو به يوازې ميوې، ګلان، غرونه او ځينې مرغان رسمول. هېڅکله يې هم د يو جوړ سترګو د دا ډول متفاوت بڼو کيسه نه ده کړې. نه پوهېږم ولې یې غوښتل موږ د خپل ژوند له تجربې لرې رالوی کړي؟ دا کتابچه چېرته وه؟ مور ولې د هغه وخت ځان له موږ پټ ساتي؟

د جولای دوهمه:

که ښه پام وشي ټولې څېرې شېبه په شېبه عجیبې او متفاوت کېږي. خبرې په ځان کې نور غږونه هم لري. موږ نه يو خبر چې د ځينو چوپتياوو تر شا کومې کیسې پټې وي. کله کله ډېر متضاد شيان په يوه پيښه کې راټوليږي، موږ ګنګس کوي، ځيني وخت مو تر درک لوړيږي يا هم ډېر وروسته پوهېږو چې د يو چا د لويدلو سترګو لامل هغه نه وو چې دوی ويل، بلکې که پام مو کړی وای، د دوی ترخو مسکاوو، د دوی په خبرو کې نوو کليمو او د څېرې نوو اندازونو یې هم يو څه ويل غوښتل. موږ ځيني وخت ځيني شيان نه وينو. ښکارول له ښکاريدلو سره توپېر لري.

تر دې يادښت لاندې په يو بدل خط څو نورې کرښې هم کښل شوې چې تارېخ يې څلور کاله وړاندې ليکل شوی:

په جزيياتو کې دومره ورکېدل ژوند سختوي. موږ په پيل کې فکر کوو چې ډېره ځيرتيا ښه ده. مګر دا موږ ته يوازې ځور را په برخه کوي. په ډېره سادګۍ سره مو د ژوند له خوږو شېبو محروموي. له اوسه مو لرې بیايي، ترې پردي کوي مو. ځينې وخت ښه دا وي چې هر څه پخپله حال ووينو، نه هغسې چې موږ یې وينو.

اوس ښایې زه دا ښه وبولم چې له يوه مطلق ناپیژانده انسان سره کېنم او بې له دې چې د دوی د شتون ټولو جزيياتو ته پام وکړم، يوازې خبرې وکړو. غواړم بې له دې چې د يو بل هويت، تېر يا راتلونکي او بل هر څه ته پام وکړو، د هغې شېبې پايله واوسو. نه پوهېږم، ښايې د عمر په تېريدو سره به يوه کوچنۍ مانا په لويې هغې راته اوښتې وي، يا برعکس.

ځلا وروستيو کرښو ته ځېره وه، په همدې ځيرتيا کې یې وويل، خدای خبر دلته توري ولې دومره واضح او باثباته راته ايسي، هههه ښایې د يوې ښځې او انجلۍ ليکل به توپیر سره لري.

د اګسټ دريمه:

نن مې د کور ټول ګلان اوبه کړل. دا کار ښه حس راکوي. دوی باغوانه راته وويل. خو زما باغواني نه خوښيږي، اصلا له ګلونو سره به مې هم دومره نه وي جوړه، خو اوبه کول یې خوند راکوي. دا به ښایې پخپل ځان کې يو تضاد وي، مګر زه همداسې يمه او غواړم همداسې (زه) واوسم. خوښيږي مې چې هر څه وينم، هغه ووايم. نه غواړم رښتيا په دروغو واړوم. که مې څه ته خندا راځي، غواړم وخاندم، ان که نور نه خاندي هم او که ژړا راتله نو د خوښۍ په شېبو کې به هم خامخا ژاړم. غواړم زه هم د ژوند غوندې پخپله واقعي څېره کې مخکې لاړه شم، ان د ترټولو سختو شېبو تر منځ هم.

تر دې يادښت لاندې په هماغه باثباته خط دوه کاله مخکې داسې ليکل شوي:

دومره ډېر ريښتينې اوسېدل زياتره وخت په اړيکو کې شک راپاروي. ډېر لږ خلک دا ډول ريښتينولي درک کولی شي، ډېر کم خلک یې تاب لري. خولې ته د زړه هره خبره راوړل ښه نه وي. د ښه ژوند لپاره بايد د خلکو په څېر واوسو، مجبوره يوو. دوی يوازې عادي شيان منلی شي. غېر عادي شيان بايد يو څوک په شک کې واچوي.

ځلا سر راپورته کړ، مور ته یې پام شول چې څنګه ته یې ناسته ده او په کراره ورته ګوري. زړه یې په دربېدو شو، ويې ويل، ښه مې نه بلله چې تاته له ويلو پرته یې ولولم، درغلم، ته ويده وې او غرمه هم لويه وه. په تمه نشوای ورته پاته کېدای.

مور یې وړه مسکا وکړه، ويې ويل، ودې لوسته؟

-لږ مې ولوسته. ليکنې یې عجيبي دي. دا کتابچه تر اوسه چېرته وه؟ موږ ولې نه وه ليدلې؟

-اړتيا به ورته نه وه نو. ته هر وخت پخپل مبايل کې اپډېټ برنامې نه کاروې؟ په پخوانيو نسخو به څوک څه کوي. ښه ده چې هغه له هغه وخت سره پريږدوو.

-خو فکر کوم ښه نه ده چې ته د هغې په خوله داسې لاس ونيسې، ان موږ ته دې هم نه ده راپيژندلې.

-ځلا! هغه له خامو فکرونو، احساساتو او بې ثباتۍ ډکه وه. تاسې ته به یې څه درکړي وو؟

-د مطلقې خاموشۍ پر ځای شايد خبرې ډېر څه ولري. ته اوس هم غلې یې او هغه پخوانۍ نجلۍ هم له موږ لرې ساتې.

-هغه بې تجربې وه، دا یې ښه نه وه درک کړې چې ژوند دومره اسانه او ډاډمن نه ده. اغېزمنوونکې وه، ځکه یې له هرڅه سر ټکاوه، د هر څه په هکله یې يو څه ويل. نه پوهېده چې ځينې شيان ان د ورکتلو اهميت هم نه لري.

مور په ارامه د لور له لاسه کتابچه ور واخيستله، پاڼې یې واړولې، ځلا ورته کتل. ورو یې وويل، مورې! ډېر وخت کېږي ليکل دې پريښي، ان په هغه ناول دې هم کار پيل نه کړ چې يو وخت یې د طرحې په هکله غږېدې.

هغې کتابچه په ارامه بنده کړه، ويې ويل، نه پوهېږم. خو فکر کوم څه چې زه ويل غواړم، نور هغسې نه شم پرې پوهولی. داسې حسوم لکه يو څه چې ډېر يا کم وايم. ځينې وخت چې موږ څومره ډېر مزل کوو، همدومره پوهېږو چې، په ډېر لږ څه پوهېږو. نه پوهېږم دې ته د ثبات ډېرېدل ووايم که کمېدل.

ځلا ته د مور د سپين کميس واړه ګلان او د کتابچې سپين کوچنی ګل سره ورته ښکارېدل، خندنۍ وه، نن باوري شوې وه چې ځينې شيان د ژوند تر پايه د يو چا د ذوق او ځانګړتيا نمايندګي کوي.

مور یې وويل، کله کله مې په هغې نجلۍ پسې زړه تنګيږي، زړه مې غواړي څنګ ته یې ورشم او پخپلو ټولو وېرو، شکونو او انديښنو کې ورسره خواخوږې شمه يا ډا‌ډ ورکړم. يا کله کله مې زړه غواړي چې پرې ووياړم. په ترخه موسکا یې وويل، په هر حال، هغه نه پوهېده چې ژوند د ښه ذوق د خاوندانو محفل نه ده چې دا هر څه ووايي هغوی چکچکې ورته وکړي.

دواړه يوه شېبه غلې وې، دواړو خړې کتابچې ته کتل او د دواړو په اند هلته يوه نجلۍ بندي وه.

ځلا وويل، دا ځل به زه يو څه پکې وليکم او ته زیاتونه پرې وکړه.

-ښه خبره ده، ويي ليکه، ډیرې پاڼې یی لا هم تشې دي.

-ولې ته؟ ته یې نه ليکې؟

-اصلا څه به وليکم، يا څه بايد وليکم؟ زه په دې ټولو کلونو کې دې يادښتونو ته څو څو ځلې راغلې يم او په پخوانيو ليکنو مې زياتونې کړې. هر ځل له يوې متفاوتې (زه) سره. نور نه غواړم يوه ورځ بیا کومه بله (زه) راشي او د نن خبرې مې رد کړي.

-که داسې وي بیا خو بايد هېڅوک هم څه و نه ليکي.

-نه، بايد ويې ليکي. هېڅوک د نورو له تجربو هغومره څه نه شي زده کولی لکه له خپلو هغو. څوک چې ليکل غواړي، باید ويي ليکي او څوک چې غواړي چوپ واوسي هغوی به ښايي د خپلې ارامۍ لپاره دا کار کوي. او ښایې ځينو اراميو ته به انسان يوازې د شور جوړولو له لارې رسېدای شي.

نو، ځکه خو يې وليکه!

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۰ ۶ ۰
ولولئ
انا
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۱۰ ۲ ۰
ولولئ