اصلي منځپانګې ته ورشئ

ګوړه

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۲ دقیقې ۹ لوستنې
ګوړه

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
اووه کلن سپېره ماشوم د مېلمنو له خوني په پتنوس کې ایښې پیالې او چایجوش را وایستل، د دالان په خړه درۍ یې کېښودل. د پیالو کړنګا شوه. زړې ښځې په کاوړ وویل، سوکه! ماتې دې کړې، رډې سترګې وخورې.

هلک خپلې انا ته وکتل، په منډه ووت.

ښځې له پتنوسه قندانۍ ور پورته کړه، تر ځنګانه یې لاندې کړه، پتنوس یې خپلو اینږندو ته ور وښویاوه. د کمیس په جیب یې لاس وواهه، کونجيانې وګړنجیدې. تندي یې ګونځې وکړې، ورو یې وویل دا زار مړې لکه چې خلاصه شوې.

اینږندو ته یې وکتل، کشرې د میلمنو له کوټې راوړې پیالې ډکولې.

زړې ښځي ځنګون پورته کړ، له قندانۍ یې دوه نقله ور واخستل، دواړو اینږندو ته یې ور غورځار کړل.
تریخ چای یې غوړپ کړ، په زړه کې کوم څه ور تیر شول، لاس یې جیب ته دننه کړ، ښه شېبه د کونجیانو ګړنجا راتله، ټنډه یې وغوړېده، توره ګوړه یې راوکیښه. ټوټه یې کړه. اینږورګانې یې په اشاره وپوهولې چې نقل بېرته په قندانۍ کې کېږدئ.

یوې لاس وروغځاوه، خوله شوی نقل یې په قندانۍ کې کېښود.
بله تلولۍ غوندې شوه، یور یې په سترګو کې وپوهوله چې ما خو وخوړ. دوهمې په اشاره ځواب ورکړ چې اوس دې نو وار ته ګوره.

ښځه د دوی په اشارو پوه شوه. تر شونډو لاندې وزغونځېده، زار مو تر خوله شه. کور او میلمه ته خو نه ګورئ، بس چې هسې خپلې خولې ډکي کړئ. ما او یوڼو مې ټول عمر تریخ چای خوړ. اګۍ چي به نه وه، چای هم نه وو. دغه د اوس غوندې ګوړه خو مو په په باچاهي هم نه ورکوله.
هی هی، اوس زمانه خرابه ده، پخوانۍ ښځي چیري پیدا کېږي.

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۱ ۶ ۰
ولولئ
انا
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۱۰ ۲ ۰
ولولئ