څنګه چې فکر کوو
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۴ دقیقې
۹ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
له سهاره د ابا چلند بدل غوندې ده او له هغه راهیسی همدې ته اندېښمن يم چې هسې نه دوی زما د باغ د غلا له کيسې خبر شوي وي.
اوف، په خدای چې ډېر بد کار شوی. زه نو څه خبر وم چې ملګري مې د مڼو د غلا پلان لري، خو دوی په زوره ورسره کشولم. کاشکې له پيله خبر وای، کاشکې...
ابا سهار هم بل ډول راته کتل. مور هم غلې وه، اوس مې هم بیا نه ده ليدلې. نورې ورځې چې به له ښوونځي راغلم، دا به په دالان کې وه. نن نه وه.
ابا په خپل همېشني ځای کې د ګلونو تر څنګ ناست ده او د تارېخ کتاب لولي. هرځل چې د خپلې خونې له کړکۍ ور وګورم، څېره یې بدله راته ښکاري. کله کله له کتابه سر جګ کړي او ګلونو ته ګوري. داسې یې مخکې هم کول. دا یې د مطالعې معمولي حالت ده. خو ماته نن ناارامه غوندې ښکاري. لکه چې ښه غوسه یې راته راغلې.
ما هم ښه نه دي کړي. دوی بايد راته غوسه واوسي. د نهم ټولګي يو تکړه زده کوونکی، بیا د تارېخ د ښوونکي زوی بايد ولې داسې تارېخي کارنامه وکړي؟ خپل کور مو له مڼو ډک ده...
نيم ساعت وشو چې کور ته راغلی يم. مور جانه هم خوني ته نه راځي. لکه چې دواړه يو ځای د ډوډۍ خوړلو پر وخت زړه راباندې تشوي. خدايه پاکه! په کومو سترګو به ورته ګورم. څنګه به ورته وايم چې زما د غلا نيت نه وو.
نه پوهېږم دوی چا خبر کړي دي. ښایې باغوان به ليدلی ومه. نه، نه. زه تر ټولو مخکې را وتښتېدم. هغه ما پېژني هم نه. ښه نو بل به څوک وو؟ ملګري خو مې دا کار نه کوي.
اوف خدايه! له هغه چې راغلی يم، په خونه کې ګرځم راګرځم. ټېکه نه راځي. د باندې د ور وتلو زړه نه لرم. ابا تر اوسه پخپلې څوکۍ ناست ده. ډېرې پاڼې یې واړولې او کله کله خو زما د خونې کړکۍ ته په ډېر عجيب ډول راوګوري. داسې چې د دې کتلو ښه والی او بدوالی نه شم مالومولی. کله وايم، ماته غوسه ده. کله وايم پخپلې مطالعې کې ډوب ده. کله...
خدايه پاکه! که دا ځل ابا خبر نه شو بیا به په ټول ژوند دغسې بې عقلي نه کوم. بیا به مې د ملګرو خبره نه منم. زه بايد هغه وخت لا ترې راغلی وای چې پوه شوم دوی غلا ته راغلي. دا نو څه مېله وه چې رانغلم.
***
لږ مخکې مور جانه خونې ته راغلې وه. زه یې د راتلو پر وخت نه وم ليدلی. غوسه وه چې ولې ناوخته شوم. ابا بايد ډوډۍ خوړلې وای چې بیا د ماسپښين ټايم ښوونځي ته تللی وای.
زه غلی ومه. ډوډۍ ته مې زړه نه کېده. ورته ومې ويل چې بیا یې وروسته خورم. مور ستړې او لا هم غوسه وه. همداسې ووتله.
اوس نو مالومه ده چې خبر شوي. نه پوهېږم ابا به څه راته وايې. نه پوهېږم بیا به څو پېړۍ پخواني وخت ته لاړ شي او زما کار به د هغه وخت د کوم مشهور غله سره پرتله کړي. يا به مور ملامته کړي او په پای کې به خپله شمله زما له امله په خاورو کې لوېدلې بولي.
له بهره داسې د پښو غږ راځي لکه د ابا. زما د خونې پر لور ورو ورو رانږدې کېږي. دغسې ورو او درانه ګامونه يوازې ابا اخلي. نه پوهېږم څنګه به ورته ګورم، څنګه...
***
زه په خدای سم دم لېونی يم. هسې په بې ځايه اندیښنې سر ومه. ياره خو، همدا خپل فکر مو هر څه راپسې زهر کوي. که مو په فکر کې څه وو، په بل هر څه کې به یې وينو. که نه وو، هر څه به سم وي.
ابا او مور له هېڅ هم نه دي خبر. غرمه چې ابا زما خوني ته راغی، ما ځان په ويدو واړاوه. دی راغی او زما سر ته ودرېده، لاس یې په ارامۍ سره زما په تندي کېښوده. ورو یې وويل،
"شکر بچيه چې په خواږه خوب ويده یې. سهار دې چای په نه زړه وخوړ. لکه چې له ښوونځي هم ناوخته راغلې او بیا دې د غرمې ډوډۍ هم و نه خوړله. اندېښمن شوم چې ناجوړه و نه اوسې"
همدا اوس له دوه ساعته خواږه خوب وروسته راويښ شوم او ښه وږی هم يم. ور به شم چې يو څه وخورم.
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ