ليکوال
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۶ دقیقې
۱۰ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
د مېز پر سر ګڼ کتابونه، قلم دانۍ او يو انځور اېښودل شوي وو. په انځور کې يو څوک، نه يو څوک نه، د يو چا سيوری وو چې د فکر کولو په بڼه ناست وو.
ده د ليکلو پنډه کتابچه راواخستله. خلاصه یې کړه. پاڼې یې واړولې، وروستۍ ليکنه یې پنځه ورځې وړاندې کړې وه. فکر يووړ؛ يعني دا څو ورځې ريښتيا هم هېڅ څه دومره نه يم اغېزمن کړی چې يو څه راباندې وليکي؟ نه نو، شونې نه ده. پرون مې ټوله ورځ په ذهن کې راګرځېدله چې ولې دې د ميليونو ميليونو انسانانو د ژوند د ناارامۍ او جګړې او سولې پرېکړه يوازې يو څوک وکړي؟ ولې بايد يو نظر دومره زور ور وي چې نيمه نړۍ نا ارامه کړي؟
خو دې ميليونونه ميليونونه انسانانو ته مې ولې پام نه وو؟ په دې چې هغوی ماته يوازې يو شمېر ده؟
ولې ځينې وخت داسې کېږي چې موږ د يو څه ډېروالی نه اغېزمنوي، خو پر وړاندې یې که يوازې د يوه چا له احساسه او ځورېدنو خبر شو ښایې ورځې ورځې مو له فکره و نه وځي. يوه اوښکه څنګه کولی شي د يو لوی شمېر انسانانو د دردونو د کیسې پر وړاندې ډېره اغېزمنه واوسي؟
ايا ميليونونه انسانان يوازې يو عدد ده او اوښکه يو احساس، يوه کيسه، تجربه، يو ژوندی څېز...؟
په پاتې ورځو کې مې په ذهن کې څه ګرځېدل؟
ډېر څه وو، بیخي ډېر وو. خو ځينې وخت به په همدې ډېروالي کې ښه ښه شيان ورکېږي، بې اغېزې کېږي به.
شېبه غلی وو، قلم یې ور واخست. پيشو ته یې وکتل، هغې په رډو سترګو ورته کتل. ده په شونډو ګوته کېښوده، ويې ويل، اششش، په تمه اوسه بیا درته وايم. د نن ليکنه په هغې نيمې مڼې ده چې ما او تا د لارې پر سر وليدله.
څو شېبې یې قلم په ګوتو کې نيولی وو، وروسته یې وليکل:
د ښوونځۍ په انګړ کې شور ما شور وو، ځوانکي له بکسه دوه مڼې راوايستلې، څنګ ته ناست ملګري ته یې وکتل، د نورو هلکانو د فوټبال په ننداره کې ډوب وو. ده مڼو ته سترګې راواړولې، يوه یې ښه غټه او پخه وه، بله خامه وه. پخه مڼه یې ملګري ته ونيوله، هغه په بې پروايي او بې له دې چې ده ته وګوري ور واخستله.
ده کتاب پرانست، د خپلې مڼې په خوړلو یې پيل وکړ. شېبه وروسته یې ملګري وويل، خوندوره مڼه نه ده. ده وويل، ښاا، ته له دې مڼې څنګه خوند غواړې، د مڼې په رقم خوند خو یې ده. ملګري یې لا هم لوبې ته کتل، په ترخه غږ یې وويل، ته ورته وګوره، يو هم سمه لوبه نه شي کولی. زړه مې غواړي ورشم او د لوبې کول ور زده کړم.
ده وموسکل، له خپلې مڼې یې يو لوی کپ وکړ او بېرته یې کتاب ته مخ ور وګرځاوه. شېبه وروسته یې پام شول چې ملګری یې نشته او پر ځای یې نيمه سره مڼه ايښې، زنګو وهلې. د لوبې خواته یې وکتل، ملګری یې...
پيشو ميو کړل، ده قلم په ګوتو کې ټېنګ کړ، ور ويې کتل، ياره نو، ليکنه دې په نيمه کې راباندې پرېښودله. نه مې وو ويلي چې په تمه اوسه!
ځه خير نو، اوس سره ملګري يو. يو څه به در نه وپوښتم. ځینې خلک څنګه د دومره لوړ ذوق څښتنان وي؟ څنګه کېدای شي چې يو چا ته ځينې شيان بیخې بې اهميته شي؟ دومره اوچت ذوق له کومه کېږي؟ دومره ښه...
پيشو ته یې وکتل، څه نه راته وايې؟ سمه ده، مه یې وايه. زه یې درته وايم، له ډېره وخته غواړم چې د کيسو کرکټرانو ته مې هم ښې ځانګړنې ورکړم او هم بدې. نه مې خوښېږي چې هغوی مطلق ښه یا بد کړم. غواړم د واقعي انسانانو غوندې واوسي. خو غم دا ده چې هر کله له دوی څخه کوم يو ښه يا بد کړم نو بيا ځان رانه پټ کړي. داسې پټ چې يو ځل بیا نشم کولی يوه بله ښه يا بده ځانګړنه هم ورکړم. ښایې په داسې ډول د کرکټرانو جوړول وخت رانه ونيسي چې يو څوک یې د واقعي انسانانو غوندې د ښه والې او بدوالی تر منځ ګنګس شي، يو څوک ووايې چې ايا دا ريښتيا هم هماغه کس کېداي شي چې ما مخکې باله؟
ته پوهېږې، موږ انسانان په ښه او بد ويشلي. ځکه خو په ښو کې بد نه وينو او له بدو د ښو تمه نشو کولی. فکر کوو چې ښه يوازې ښه دي او بد يوازې بد. ولې دا نشو منلی چې يو څوک په ورته وخت کې ښه او بد دواړه کېدای شي؟
پيشو ته یې وکتل، هغې خوبوړې نيمکښې سترګې ورته نيولې وې. ده وويل، لکه چې خبرې مې درته ستړې کوونکې وې؟ ځه ښه ده، کم تر کمه اورې خو یې او څه پکې وايې هم نه. هغو نورو خو به اورېدلې هم نه او ويل به یې هم ډېر څه. ګرانې پيشو! موږ ډېر وروسته پوهېږو چې له چا بايد چاته پنا يوسو...
بېرته یې خپلې ليکنې ته مخ ور واړاوه، لږ وروسته یې يو ځل بیا پيشو ته وکتل، د هغې سترګې پټې وې، ده وويل، پوهېږې؟ موږ هغه څه نه ليکو چې په ذهن کې یې جوړوو، بلکې هغه څه ليکو چې پخپل روح کې یې نور نه شو تم کولی. د ليکنې له پيله تر پايه ډېر څه بدلېږي، ډېر څه. زما نيت وو چې د دې کيسې نوم نيمه مڼه کېږدم. مڼه مې د ژوند سمبول ګڼلې وه. ما غوښتل ووايم چې نباید پخپل لاس کې نيولې مڼه نيمه په بې فکرۍ او شکايتونو وخورو او نيمه پرېږدوو چې زنګ یې ووهي. ښايې زموږ مڼه د نورو تر هغو پخه او خوږه وي.
مګر فکر دې وو؟ خبره ذوق ته لاړه. زما پام د يو ډول لوړ ذوق څښتنانو ته ورواوښت. ښایې پاته کيسه پر همدې وليکم. ښایې وليکم چې د خامې مڼې ټاکنه خرابه ټاکنه نه ده، بلکې دا د يو لوړ ذوق غوښتنه ده. داسې ذوق چې ښايې ځينې وخت هر چا ته په اسانۍ د درک وړ نه وي او داسې ذوق چې نه پوهېږم له کومه کېږي، له کومه راځي، ولې راځي...
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ