له پروفيسور سره
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۴ دقیقې
۱۰ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
ناستې انجلۍ خپلې وړې خړې سترګې لومړی په پروفيسور کې ګنډلې وې، وروسته یې د ښار ګڼې ګوڼې ته واړولې او په دومره ورو غږ چې د دې په اند په ښار کې ګرځېدونکي خلک یې نه اوري وپوښتل؛ د دوی تر منځ څوک ښه دي؟
پروفيسور خپلې سترګې له ګڼې ګوڼې د انجلۍ په لور را واړولې ، ويې ويل؛ څه نه شو ويلی. خو ښايې يو هم نه يا ښایې ټول. که په بله ژبه یې ووايو نو، دا حالتونه د ټول ژوند لپاره کار نه شي ورکولی. له ماشومانو سره خامي ښه ايسي.
-فکر کوم تاسې واياست چې ځينې خلک تر پايه د ماشومانو غوندې وي او ځينې بیا له ماشومتوبه د زړو په اندازه.
-هو، او دا د هر چا پخپل حساسيت پورې اړه لري. ډېر خلک حساس نه وي. خو ځينې خلک شته چې فهم یې د کتابونو له لوستلو نه، بلکې له خپل لوړ حساسيت څخه راټوکيږي. ښایې ډېر مالومات به نه لري، خو هر څه چې ويني په تر ټولو ژوره او ژوندۍ توګه یې تجربه کوي. او زياتره وخت یې همدا خپل لوړ حساسيت په سر خوږي ورته بدلېږي. ذهنونه یې د شيانو تر منځ داسې اړیکې جوړوي چې هر څوک یې نه شي کولی او دا تېزوالی د يو ښه ژوند لپاره ښه نه شو بللی. آرام ژوند ور سره ناشونی کېږي. د داسې ژوند لپاره يو څوک بايد لږ مړه او لږ بې پروا واوسي.
پروفيسور د تل په څېر خپلې عينکې د شهادت په ګوته خپلو کڅوړنو سترګو ته ور ټېله کړې او له خپلې معمولي مسکا سره بېرته په لاره د تلونکو خلکو په سمندر کې ډوب شو.
ناستې انجلۍ له ښې شېبې چوپتيا وروسته وویل، فکر کوم داسې خلک مې ليدلي دي. دوی تر ټولو کوچني جزييات هم نه هېروي. دوی لکه يوه بشپړه ډله کافکايان، له هر څه په ډېره لوړه کچه کړېږي.
- دوی چې څه ويني، نور خلک یې هغسې نه شي ليدلی. ځکه خو دوی ژر له ژونده زړه توري کېږي هم، حوصله یې په سر کېږي. نورو ته ښایې د چا يوه خاطره، تر خاطرې ډېر څه و نه اوسي. خو حساس طبعه خلک ژور پکې ځي. يوه اوږده کيسه پکې ويني، ان د ټول ژوند کيسه یې پکې ليدلی شي.
شېبې ووتلې.
انجلۍ د پروفيسور په خبرو کې ډوبه وه. د خپلو سپينو بوټانو نريو بندونو ته یې کتل. سر یې پورته کړ، وخت ته یې نه وو پام. لمر په لوېدو وو. پروفيسور لا هم پخپلو فکرونو کې تللی وو. د مخ ګونځي یې ژورې وې. انجلۍ ښاره ته وکتل، لوړ غږ ترې پورته کېده. يو دم ولاړه شوه.
پروفيسور ورته وکتل؛ چېري؟
-ځمه. غواړم په سړک د چټکو روانو خلکو په څېر روانه شم او ځان خپلو کارونو ته ورسوم. له مور سره خواړه پاخه کړم. فلم وګورم، ملګرې مې کور ته راوبولم. نه غواړم دلته د دې تلونکو انسانانو په ننداره کې ډوبه کېنم. زه دلته له کېناستلو او دې حالته وېره لرم.
بې له دې چې نور څه ووایې، په تېزو ګامونو روانه شوه.
پروفيسور تر شا ورپسې کتل، شونډې یې وېړې وې. خوځېدې؛ لورکې! دا حالت نه دی، فطرت دی. څوک چې پرې اوښتي، بیا به یې په خپلو چټکو ګامونو سره سره هم حسوي. که هر څومره تېز لاړ شي.
ولاړ شو. په ورو قدمونو د هغې لارې په بله خوا روان شو چې انجلۍ پرې تللې وه.
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ