اصلي منځپانګې ته ورشئ

کړکۍ

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۶ دقیقې ۹ لوستنې
کړکۍ

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
د کلي په کور کې زما خونه دوه وړې کړکۍ لري، چې هغه هم بيخي لوړې دي، څه نه ترې ښکاري. ما هم نه دې ورکتلي. هلته هر څه غلي دي. يوازې يوه خړه المارۍ ده چې سپين لوښي پکې ايښي. يو د ابا پخوانی کټ ده، سپينه روجايې پرې هواره ده. دېوالونه یې ساده دي، زما هم همداسې خوښ دي. په خونه کې د غوړېدلو قالينو نقشونه يو ډول متواضع راته ښکاري. لکه زما ټول لوستلي کتابونه، لکه صبوره پياله مې چې چای یې تل راته يخ شوي وي، لکه د کلي آرامې کوڅې.
هلته خلک لږ دي. زما ملګرې لا لږ دي، په دې سربېره مو ښایې تر منځ يو بل څه هم وي. لکه زما د ارامۍ او د دوی د شور ټکر، لکه زما او دوی تر منځ زموږ د بغاوتونو ټکر، لکه يو څه ته د خندلو او نه خندلو تر منځ ټکر.
خو دلته د ښار په زړه کې بیا کيسه بدله ده. دلته هغسې ارامي او خاموشي نه ده. په درېيم پوړ کې مې د خونې کړکۍ لويه ده، لکه نړۍ ته چې ورخلاصه وي. د ننه يو شور ترې راننوځي. نه پوهېږم په دې شور کې څومره کيسې سره ګډېږي چې يو دغسې مبهم شی ترې جوړېږي. داسې چې زه هېڅ هم نه شم پکې مشخص کولی، خو لکه هرڅه چې پکې وي، لکه د تورو له منځه چې هر څه جوړولی شو. دا شور چې بېګا سترګې پټوم هم وي، سهار چې یې لوڅوم هم. زه په کلماتو کې د دې ځوږ د انځورولو هنر نه لرم. ښایې يوه ډېره عادي کيسه مې کړې وي، خو حسوم یې بیا بل ډول.
له دې کړکۍ مخامخ ډېرې نورې کړکۍ هم ښکارې. نه پوهېږم چیرته مې دغسې رسامي ليدلې وه. په يو کړکۍ کې یې يوه وړه توره پيشو ناسته وه، د ځينو کړکيو مخې ته ډول ډول ګلدانونه ځوړند وو. دې ګواکې د کورونو د څښتنانو د ذوق نمايندګي کوله. خو دلته په دې سربېره چې ټولې کړکۍ ظاهرا يو ډول دي، بیا هم داسې ايسي لکه د سلګونو بيلابيلو نړيو لاره چې يوې سترې نړۍ ته راخلاصېږي. لکه همدومره کيسې، تر هغه ډېر انسانان او تر دوی ډېر احساسات.
دا لوړې ودانۍ د يو عظمت کيسه هم راته کوي، خو داسې عظمت چې بېرته د بې وسه خلکو د سترګو په ژورو کې محوه کېږي.
دا دنګې ودانۍ همداسې باثباته ولاړې دي. لکه ظاهرا چې مړې وي، خو دننه یې يو ژوند، نه، ژوند نه، ژوندونه روان دي.
کله چې تر ښيښو لاندې ګورم(نه مې خوښېږي چې وګورم) لسګونه نابلدې څېرې وينم، له خپلو نابلده غږونو سره، د خپلو ژوندونو د کيسو اتلان.
ډېر مخکې به مې يوازې هغوی پام ور اړاوه چې يا به ډېر خپه وو يا هم ډېر خوشاله. اوس مې يو بل څه پام وراړوي. اصلا د غم او خوښۍ تر منځ ډېر نور څه هم شته چې د پام وړ دي، چې په پام ارزي. مخکې به مې ښایې ډېرو څرګندو شيانو ته پام اوښت، اوس لکه په ورکو پسې چې ګرځم.
ځينې وخت د همدې نااشنا څېرو تر منځ يو اشنا احساس وينم، هغه خبره چې ما هم غوښتل ويې کړم، هغه جامې چې زه هم غواړم وايې غوندم، هغه چلند چې زه یې هم خپلول غواړم.
ما د دې کړکۍ تر ټولو عادي شېبې په فکر کې اچوي. که څه هم د دې کړکۍ ننداره له کلونو راهيسی روانه ده. دا هر څه راته نوي هم نه دي، بیخي راته عادي دي. خو لکه اندازونه چې یې تل متفاوت وي، يا لکه زه چې تل په يو بیل موډ کې يمه.
ښار مې خوري. لکه تاب چې یې نه لرم. لکه په يو ځل د دومره ډېرو شيانو د ليدلو توان چې راسره نه وي، لکه د هضم وړ چې راته نه وي. لکه زما ارواه چې د يوه غلي ځای لپاره جوړه شوې وي. زړه مې له دغسې بې شميره د ليدلو وړ شيانو سره په بې تفاوتي نه شي چليدلی. چې رښتيا شي، رانه ژړل کېږي او دا ځکه چې اکثره وخت ځورونکي شيان وينم، يا خو به خوښۍ کمې وي يا يې زه د ليدلو په هنر نه پوهېږم.
پرون مې پرېکړه وکړه چې نور به د کړکۍ لور ته نه ورځم، نه غواړم په ډېرو شيانو فکر وکړم. نه غواړم د يوې بلې نا آرامې انسانې په توګه د نړۍ د ناآرامه خلکو په ستره ډله ورګډه شم.
خو اوس داسې حسوم لکه کړکۍ چې زما لور ته راګوري، لکه ټول ښار چې ترې راننوځي او خدای خبر له څو سوه ځلې وروسته يو ځل بیا د يو مرموز شور، د يوې بلې مخامخ کړکۍ او يوې نابلدې څېرې کيسه راته کوي.
د باندې چې ووځم، پام مې لا ډېر عجيبو لورو ته اوړي. نه پوهېږم له ښه مرغه یې وبولم که له بده مرغه. زه د ښار له انجونو هم پردۍ يم. د دوی نړۍ له ما بېله ده. دوی زما عقايد نه شي منلی يا مسخره به ورته ښکاري. هغوی په يوه بله نړۍ کې اوسي، په يوه درېيمه نړۍ کې.
يوازې شپه ده چې کړکۍ ته له کتلو مې ښه راځي. پرده یې نه ځوړندوم. په تيارو کې د مخامخ بلاکونو رڼې کړکۍ ښه احساس راکوي. داسې فکر کوم دا چې خلک یې رڼا ته اوسي، يعني ژوند کوي. خوشحالوي مې‌
کړکۍ هوايي ميدان ته مخامخ ده. د الوتکو کښته کېدل او جګېدل هم عجیبې کيسې لري. ناخوداګاه مې يو څه سترګو ته دروي. هغه احساسات چې له خپلوانو د تللو يا ورته راتللو پر مهال راځي. له ښاره بې شمېره روان او راتلونکي نوي انسانان، هيلې، خوښۍ، اوښکې...
هغوی چې ليکل کوي، بده به نه وي چې داسې شيان وويني، سوژې په لاس ورشي. خو چې تر حد ډېر شي، ليکوونکي هم خوري، د سوژې حق هم خوړل کېږي.
زه ښه ده چې د خپل کلي په غلې او ارامه خونه کې واوسم، چې ډېر څوک و نه وينم، ډېر څه وا نه اورم، له يوه ګونګ شوره بې غمه واوسم، له بې شمېره بې وسه خلکو سره مخ نه شم او تر ډېره د هغو شيانو تر منځ راګېره نه شم چې د يو لورې د ټاکلو پرېکړه دې وکړم.
زما خونه بايد کړکۍ و نه لري.
هماغه سپين، ساده دېوالونه هم په کافي کچه کيسې راته کوي.

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۱ ۶ ۰
ولولئ
انا
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۱۰ ۲ ۰
ولولئ