اصلي منځپانګې ته ورشئ

هغه څه چې د چوپتياوو تر منځ مري

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۴ دقیقې ۱۷ لوستنې
هغه څه چې د چوپتياوو تر منځ مري

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
اېشېدلې اوبه یې په ترموز کې واچولې، سر یې ور بند کړ. ورته کېناسته. په غمجنو سترګو یې د پخلنځي کړکۍ ته وکتل. زړه یې تر نورو ورځو ډېر دروند ورته اېسيده. ټول شيان ورته بې خونده ښکارېدل. له کله چې د خپل زړه له ناروغۍ خبره شوې وه، له هرڅه یې زړه تور وو. غوښتل یې وژاړي. ښه سمه په چيغو وژاړي، د يو چا په اوږه سر کېږدي او هغوی یې دا ژړا بې ځايه و نه بولي. ورته و نه وايې چې مه ژاړه.

ولاړه شوه، ترموز یې ورپورته کړ. بلې خونې ته په بې سېکه قدمونو ور ننوته.

زړې ښځې خپلې وړې سترګې ورته راواړولې. دا یې مخې ته کېناسته. پياله یې ورته ډکه کړه. هغې پيالې ته کتل، په مړه غږ یې وويل، له هغې ورځې چې د عمران په وېر سر يو، د چايو په خوند نه پوهېږم. اتمه مياشت یې ده. د ځوان لمسي او زوی د غم به څه فرق وي.
دې ورته کتل، د زړې ښځې له وړو سترګو دوه مړې اوښکې راورغړېدې.

له څه ويلو پرته ترې را جګه شوه. زړه یې په سينه کې لا دروند حساوه. برنډې ته ووتله. خاوند یې سيوري ته ويده وو، ورغله، سر ته یې ودرېده. غوښتل یې خبرې ورسره وکړي. بېرته یې پام شول چې له څه وخت راهيسې خپل کاروبار ته خواشینی ده، سر په سر تاوان پکې کوي. تر نیمې شپې خوب نه ورځي. پرېږده چې ويده وي، هسې هم په دې ورځو کې خبره نه ورسره کېږي.

د خونو کړکيو ته یې وکتل، د ځور او بې خوندۍ کيسه یې ورته کوله.

روانه شوه. له کوڅې د ماشومانو شور ماشور راته. ور ووتله، دوو اولادونو یې له نورو ماشومانو سره لوبې کولې. د څنګ دروازې ته یې پام شول، نږدې ګاونډۍ یې ولاړه وه. ور روانه شوه، د هغې رنګ الوتې بڼې او وچو شونډو ته یې وکتل، بې واره یې وويل، ښايستې څه شوي، ناجوړه خو نه یې؟

هغې د خپل کور په لور وکتل، يو قدم را وړاندې شوه، په نيولي غږ يې وويل؛

کاشکې ناجوړه وای. تېره کړې به مې وای. دغسې خو به نه وم، داسې لکه هره ګړۍ چې مې پر بدن ستنې راننوځي. لکه په چاړو چې وهل کېږم

دې يوازې ورته کتل.

د ښايستې په سترګو کې اوښکې را ډنډ شوې، غږ یې نور هم ورو شو؛ ته مې وينې، دې کور ته چې راغلې يم، خوشاله ورځ مې نه ده ليدلې. بیا د انسان په سترګه نه دي راته کتل شوي. لکه يوه پردۍ چې د دوی تر منځ اوسم.

دا غلې وه، نه پوهېده څه ورته ووايې. په داسې شېبو کې به کلمې بې مانا غوندې ورته ښکارېدې.

له دننه یې د خواښې غږ راغی، په تونده یې د ښايستې نوم واخست. د ښايستې په ډکو سترګو کې وېره هم ور ګډه شوه، يو ځل یې دې ته وکتل او بیا په بېړه کور ته ننوتله.

دا هم راننوتله. يو ځل بیا یې خپل کوچني کور ته وکتل. وېرجن او بې روحه ورته واېسيده. اسويلی یې وايسته؛ اه، هېڅوک هم نه دي خوشاله. هر چاته یې يو غم ورکړی. خوشالۍ څومره لږي او لنډې وي. څومره ژر ځي.

مور، پلار او وروڼه ور ياد شول. زړه یې پسې وخوږېده. ځان يوازې ورته ښکاره شو. مور یې سترګو ته ودرېده، دې ته یې خندل. غوښتل یې وژاړي، د هغې تر څنګ واوسي او ښه زړه ورته تش کړي‌.

ښه شېبه چوپ وه، سترګې یې پورته کړې؛ اه، څومره خود خواه يمه. په دوی پسې هېڅکله هم د دوی په خاطر نه يم خپه شوې، تل مې د ځان د ارامتيا لپاره غوښتي دي. د زړه د تشولو لپاره، د تکیې لپاره، د یوازیتوب د ورکولو لپاره مې. څومره بده يمه، څومره ډېره...

ډکې سترګې یې وغړولې، کور ته یې وکتل، په اوښکو کې یې ډوب وو، چپې یې پکې وهلې.

په لړزېدلو ګامونو ور روانه شوه.

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۱

  • عبدالرؤف فرحان
    عبدالرؤف فرحان ۱ ورځې مخکې

    عالي😍

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۰ ۶ ۰
ولولئ
انا
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۱۰ ۲ ۰
ولولئ