اصلي منځپانګې ته ورشئ

غواړم لوی شم

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۶ دقیقې ۱۰ لوستنې
غواړم لوی شم

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
واورې چې شوې، شپه ډېره راباندې اوږده شي. چې راوېښ شمه بیا خوب نه راځي. تيارې مې زړه راتنګوي. غواړم له کړکۍ دباندې وګورم او پوه شم چې هر څه ولې تور شوي يا ورک شوي. خو هر ځل مور راخبرېږي. دا مې تر څنګ ويده وي. په زور مې څملوي، په سينه مې ټپوي او بیا چې څو رڼا کېږي خدای خبر څو زره ساعته وخت تېرېږي. نه پوهېږم ساعت لا بیا څه شی ده.

خبر نه یم چې څومره وخت کېږي دلته راغلی یم، خو څو ورځې وړاندې مې د مور له خولې واورېدل چې د څنګ د کور سرې چاغې ښځې ته یې ويل چې اوس ايله د لسو مياشتو ده. نه پوهېږم دوی مياشت څومره وخت بولي.

مور جانه څنګه ښه ويده ده. نه ده خبره چې راويښ یمه، خو که لږ وښورم، دا دستي پوهېږي، دستي راويښه شي. زما خوارکۍ مورکه. دا بیخي ښه خواړه نه شي پخولی. سمه ده چې ټول یې په ډېر خوند خوري، پلار یې تر ټولو په اشتها خوري، خو تر ټولو ډېر جنجال هم دی کوي. تل د خوړو مالګه او غوړي ډېر يا کم بولي. نه پوهېږم مور جانه ولې دا شيان خوړو ته په اندازه نه ور اچوي، ښه پوهېږي چې پلار بیا جنجال کوي.

اه، نن بیا خوب نه راځي. لږ پاته ده چې زړه مې تنګ شي او چيغي کړمه. تل، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې مې زړه ډېر غواړي چې د کور شيان وګورم. دلته هرڅه راته نوي دي. غواړم لوېشت په لوېشت انګړ وپلټم، د څنګ د ګاونډيانو کور وګورم او پوه شمه چې دروازه د خلاصېدو پر وخت ولې غنجا کوي. زړه مې دا هم غواړي چې د ډېوې خور او شمشاد ورور غوندې پخپلو پښو وګرځمه، تېزې منډې ووهم. د دوی غوندې پخپلو غاښونو مڼه وخورم او غواړم د دوی غوندې ډېر غاښونه ولرم.

خبرې هم نشم کولی. غږېدلی شمه، خو دوی نه پرې پوهېږي. مور لا ښه ده، څه چې وايم راخبرېږي. مګر بیا هم کله کله، هم خپل ځان تېر باسي او هم ما. شمشاد او ډېوه خور چې د باندې وځي، له ما پټ ځي‌. زه که خبر شمه، زړه مې درد کوي، چيغي رانه وهل کېږي. په همدې وخت کې مې مور په لوی لاس تېر باسي. ښه پوهېږي چې ولې ژاړم، خو دا د ساعتيرۍ شيان راته راخلي يا د خوړلو لپاره کوم څه راکوي. کله کله خو مې رښتيا هم دوی هېر شي، خو په دې وروستيو کې مې پام ژر نه بدلېږي. مخې ته چې مې هر څه پراته وي له ډېرې غوسې یې سره وپاشمه.

مور لا هم ويده ده. دې ته د ورځې هم ژر خوب ورځي. کله چې غواړي ما د ورځې په زور ويده کړي او ماته خوب نه راځي، نو دا دواړو ته ډېره سخته تماميږي. په داسې وختونو کې د مور د آللو زمزمه ډېره ورو او ورپسې غلې شي او زه چې ور وګورمه د دې سترګې پټې شوې وي.

نن له کړکۍ تته رڼا غوندې رالوېدلې. کله کله همداسې وي او په داسې شپو کې کولی شمه د خونې په لوړې المارۍ کې ايښي سپين واړه او ګلداره شيان ووينمه. زه يوازې سپينې کاشوغې پکې پېژنم. زړه مې تل غواړي وپوهېږم چې دا څه شی دي. خو زما تر قد ډېر لوړ دی ان شمشاد ورور لا يوه ورځ په بالښت نشوای ورته رسيدلی. مور رانه د کور د ټولو المارۍ ګانو دروازې قلفوي. ټول شيان رانه ټولوي، کړکۍ بندوي او ما په خونه کې يوازې د ساعتيرۍ له هغو بې خونده شيانو سره پرېږدي چې له ډېره وخته مې زړه ترې تور ده او نه پوهېږم چې د څه مرض دوا دي.

کاشکې دوی پوهېدای شوای چې زه د هر څه کتلو ته څومره ليواله یم. نو څه که خاورې يو ځل په خپل لاس کې وګورم چې څه شی دي. دوی مې هېڅ څه ته هم نه پرېږدي. ان که د مور وېښتان په ګوتو کې ګورم هم نو رټي مې. اه، له هر څه مې را ګرځوي او زه هېڅ هم نه شم کولی. په داسې وختونو کې مې خپلې مخې ته پرتو پښو ته ژړا راځي چې نشم پرې ګرځېدلی. خپلې ژبې ته مې زړه ډک وي چې خبرې نشي کولی.

اوف، چې نن دا شپه بیا څومره اوږده شوه. دوی ټول ويده دي. له کړکۍ خپه رڼا رالويدلې. زړه مې نور تنګ دی، که لږه شېبه نوره هم مور را ويښه نه شي، نو چيغي کومه. ښه خو دا ده چې پخپل کور کې مې بیا هم ډېر زړه نه تنګيږي. ههه، دلته چې مېلمانه راشي، هر يو غواړي پخپله غېږه کې مې کېنوي، خو ماته د دوی نابلده څېرې ژړا راولي. نه پوهېږم ولې ژړا راځي. په دې وروستيو کې مې څو ځله هوډ وکړ چې د مور او پلار سره به نه ټيټوم، مګر کله چې مېلمانه ووايې چې ته نور زموږ یې او له ځان سره دې کور ته وړو، نو رانه وژړل شي.

زه ښه يمه، چې وژاړم بېرته خندلی هم شمه. باک نه پرې راځي. خو ډېوه او شمشاد ورور داسې نه دي. دوی چې ژړلي وي، بیا په اسانه نه خاندي. مور او پلار چې په داسې وخت کې د خندا خبره ورته کوي هم دوی نه خاندي. خو خاندي، ما څو ځله ليدلي. ګومان کوم شرميږي به. اه، د اسمانونو رب دې ما له دغسې بدبختۍ وساتي چې په ژړا کې به خندلی نشم او په خندا کې به ژړا نه راځي. زه نه غواړم د دوی غوندې شمه. غواړم چې هر وخت مې زړه وي چکچکې وکړم، وژاړم يا وخاندم او و نه شرمېږم. خو وېرېږم چې داسې به پاته نه شم. څه موده مخکې په هېڅ هم نه شرمېدم، خو اوس که ولاړ شم او د قدم پورته کولو پر وخت بېرته ولوېږم او شمشاد يا ډېوه خور راپورې وخاندي، نو شرمېږم. زه نه غواړم د دوی غوندې شمه، د لويانو غوندې. نه مې خوښيږي چې د غټانو غوندې بې خونده جامې واغوندم. خو دا مې هم نه خوښيږي چې تر پايه همدا درې غاښه ولرم.
غواړم لوی شم. ټول کور وګورم. پخپلو پښو وګرځم. د دوی خبرې وکړم. په اوبو کې لاس ووهم. په زوره ويده نه شمه او د المارۍ سپين ګلداره شيان ټول وګورم.

غواړم لوی شم، خو د سړيو غوندې کېدل نه غواړم. يوه ورځ مې غوښتل په ځمکه د ډېوې پروت بنګړی په لاس کړم، خو شمشاد ورور لرې رانه واچاوه. ويل یې هلکان بنګړي نه په لاس کوي. خو ما غوښتل هغه ښکلی بنګړی په لاس کړم. مور یې هم په لاس کوي. ده يوه ورځ دا هم راته ويلي وو چې سړيان نه ژاړي. که نه ژاړي نو زما زړه ولې کله کله غواړي وژاړي؟
نه غواړم د سړيانو غوندې شم. غواړم بنګړي په لاس کړم او وژاړم.

نه پوهېږم مور جانه ولې نه راويښېږي. زړه مې تنګ دی. غواړم جګ شم او له کړکۍ د باندې وګورم، يا هم چيغي کړم چې مور راوېښه شي.

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۱ ۶ ۰
ولولئ
انا
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۱۰ ۲ ۰
ولولئ