اصلي منځپانګې ته ورشئ

دوه شوره

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۴ دقیقې ۷ لوستنې
دوه شوره

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
رېموټ یې ورپورته کړ، ټلويزيون یې ګل کړ. په ستړې غږ یې وويل: يو خو دا هندي سريالونه هم، ټول سره دروغ وي په رڼا ورځ دروغ وايي.‌ لکه د يو ډول ځانګړو احمقانو لپاره چې یې جوړ کړي وي. سړی به سم دم مړ شوی وي، اېرې به یې هم د ګنګا سيند ته اچولې وي، خو څو ورځې وروسته به بېرته رک روغ کور ته راشي.

ناستې انجلۍ خپلې خور ته په شوخۍ وکتل: خو تکړه مشاورين به نه لري.

ولاړې انجلۍ بد ورته وکتل، ويې ويل، د خدای پار دی، د دې اوس کوم ځای د منلو دی چې په يوه سوک دې درې څلور کسه مړه شي؟

ورغله، ناستې انجلۍ ته مخامخ ودرېده: بیا څه ليکې، د آرام سمندر څېړنې ته خو دې ملا نه ده تړلې؟

-يو کوچنی شعر ده، و به یې وينې

ولاړې انجلۍ په خندا وويل: پام کوه ژېړې ګلې، چې نازو انا نه شي درنه جوړه.

دې تندی ګونځې کړ، ويې ويل، پخپله خو د هېڅ شي شوق نه لرې. ورځه خيرن لوښي دې ومېنځه، ما مې خپله برخه کار کړی.

-خدايه پاکه! اسمان ولې نه راړنګيږي، دا به په پستې توشکې ناسته وي او مشره به لوښي ورته مينځي.

-ځکه چې مشره ډېره متواضع ده، دومره ډېره چې زه لوښي ومينځم دا یې له شا بیا راپسې مينځي.

د ولاړې انجلۍ په مخ کې خندا او غوسه سره ګډ شول، ويې ويل، يو کار دې هم د کار په رقم نه ده.

ووتله.

شېبه وروسته یې له غوسې ډک غږ راغی: په دې بله خونه کې دې څه حال جوړ کړی!

دې ور غږ کړل: خو يو څو کتابه مې راشيندلي، بېرته یې ټولوم.

-که ستا په تمه یې پرېږدو، دوه درې ورځې وروسته به ټولېږي.

لنډه شېبه ووتله، د لوښو له کړنګا سره یې يو ځای بیا غږ راغی: نور دې خپل زړه، خو له دا ځينو کتابونو لرې ګرځه، ليکوالان یې ختم دي.

دې په ملنډو ورته وخندل.

نيم ساعت وروسته یې خور د انګورو له لوښي سره راغله، د دې مخ ته کېناسته. دې قصداً شونډي وېړې کړې، انګورو ته یې ګوتې ور وغځولې. خور یې لوښی ترې کش کړ: پام! ته به یې ولې خورې؟ له سهاره راهيسې دې زما ټکری پر سر ده.

دې په شوخي خندا وويل: ته نه خوشحاله کېږې چې د خور مغزو ته دې ګلوکوز لاړ شي او ښه شعر وليکي؟

-کاشکې یې په مغزو خوړلی، خو په خوله یې خوري.

دې تندی ګونځې کړ: سمه ده نه یې خورم. ته وا د ممتاز محل ټکری مې په سر کړی.

خور یې له انګورو په ډکه خوله وويل: ويې خوره، ابۍ په کور کې نشته‌. ماته د ماشومانو په ځورولو ځان بد ښکاري.

دواړو وخندل.

مشرې خور یې وويل: ريښتيا ستا دا ملګرې ولې داسې عجيبه غوندې ده؟

-صحرا يادوې؟

-هو.

-ماته هم دغسې ښکاري.

-هر څه ته یې ښه پام وي، خو لکه په يو څه چې قصداً سترګې پټوي. له ټولو سره یې چلند يو ډول ده. نه له شناخته وو سره ډېره صميمي ده او نه له پرديو سره ناشناخته.

-زه یې هم دې چلندونو ته فکر وړې يم، بیا بیا داسې څه ترې وينم چې ګنګس کوي مې. ويل او کول یې بیخي يو بل ډول دي.

-پخوا به هم دغسې وه؟ دوی چې دلته اوسېدل ډېره وړه وه. موږ هم وړې وو. سمه مې نه ده په زړه، خو لکه چې د اوس غوندې نه وه. هغه وخت یې خندا ډېره تېزه وه.

دواړه يوه شېبه غلې وې، مشرې د سترګو تر کونجه ور وکتل، په شوخۍ یې وويل: ته یې ولې په علت نه پوهېږې؟ کتابونه خو دومره ډېر لولې.

-د علامه دهر مورې! نه دې دي په زړه چې نيم ساعت مخکې دې څومره پخه خبره وکړه؟ پرون مې د يو ختم ليکوال په کتاب کې ولوستل چې دلته د انسانانو په پېژندلو پسې مه راځئ، په دوی پسې ورشئ.

-دا زه چې درته وايم خو باور نه پرې کوې، خو وړه یې، پخپله به پوه شې. ښه، دا پرېږده، شعر دې څنګه کړ؟

-څو بيتونه خو مې وليکل

مشرې خور یې څېره جدي ونيوله: پوهېږې؟ ځينې خلک، بیا په دوی کې ډېر لږ خلک، بیا په هغوی کې د ګوتو په شمېر او بیا د هغو تر منځ يو نيم یې، ښه شعر ليکلی شي.

دواړو په زوره وخندل.

کشرې وويل: ما ويل چې اوس به د افلاطون کومه وينا را اوروې.

د دروازې د خلاصېدو غږ راغی، بیا یې وويل: نېمګړي خاني دې هم راچپه شوه. ابۍ راغله.

د مور ستړی غږ یې راغی: بیا په څه شي سره خورئ!

دواړو يو ځل بیا وخندل.

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۱ ۶ ۰
ولولئ
انا
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

انا

انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو ه...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۴ دقیقې ۱۰ ۲ ۰
ولولئ