د هغې کوڅې خلک
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۶ دقیقې
۱۴ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
زموږ د کور تر څنګ د انور کاکا کور وو. انور کاکا ترکاڼ، له تنې غټ مټ او پنډ وو، دروند غږ یې لاره. په کور کې باید د ده هره خبره په پټو سترګو منل شوې وای، خو د باندې بیا غلی وو. ښځه یې چې ده به خپله کډه بلله، لږ بدله وه. دوی دوه خوږې لوڼې لرلې چې په کوڅه کې په هر چا ګرانې وې. په کومه ورځ چې به په کور کې انور کاکا په خپل درانه او توند غږ غږېده، چې نه پوهېږم په څه به یې زړه شين وو، پاتې ورځ به یې ښځه او لوڼې غلې او غمجنې وې.
د دوی له کوره چې به تېر شوې، د بي بي ګلې ابۍ کور وو، خلکو ابۍ بلله. له دې زړې، چاغې ښځې مې زړه موړ وو. تل به یې په دې رټلو چې ولې په کوڅه کې شور جوړوو او په سرای کې د ايښي کټ پر سر د دې خوب خرابوو. چا به داسې بلله چې په دې کور کې يوازې ابۍ اوسي، خو هلته څوارلس کسه نور هم اوسېدل او بیا هم په ټوله کوڅه کې د دوی او تر څنګ یې د ملا صاحب د کور په څېر غلي او چوپ کورونه نه وو. د ابۍ دوی د کور طناب به تل له مېنځل شوو جامو ډک وو. موږ زړه نه کاوه چې د دوی د کور خواته ساعتيري وکړو، خو زموږ شور به بیا هم کله کله ابۍ د کوڅې بل سر ته له لښتې سره راپسې راوستله.
په څنګ کې يې د ملا صاحب کورنۍ اوسېدله. هغوی پخپله چوپ وو، نورو هم کار نه ور سره درلود. موږ چې به وليدل هم غلي به شوو.
د ټولې کوڅې يوازنی څلور پوړېزه کور د حاجي صیب وو. دا له کړکيو ډک کور زموږ د کور مخې ته ولاړ وو. حاجي صیب په يوازې ځان څلور حجونه، موټران او څلور ښځې لرلې. نه پوهېږم د ده په ژوند کې به د څلور عدد تصادف وو که یې لاسي راوړی وو، ځکه په دې سربېره چې د پلار څلورم زوی وو، نوم یې هم حاجي صیب چهار ګل وو. موږ چې به په اوړي کې د بام په سر وېده کېدلو، نو د دوی کور ته په کتلو به د حاجي صیب د ژوند څلور کونجه کيسې تل په فکر کې وړمه. ان سلګونه ځله مې یې څلور ګونې سرمايې د ده په څلورو ښځو ويشلې دي.
د کوڅې تر ټولو له شوره ډک کور د شمايلې ترور وو. له بده مرغه یې وبولم که له ښه مرغه، دا مې د مور ملګرې هم وه. يوازې زما د مور نه، د کوڅې د ټولو کورونو خواخوږې او د دې په اند نږدې رازداره همدا وه او په تمامه مانا د خبرو ګوډی وه. نه پوهېږم د دې او مور تر منځ مې دا څنګه ملګرتيا وه چې ډېر لږ ګډ ټکي یې سره لرل. مور به يوازې ورته غوږ وه، دې به هره کيسه دومره په جزيياتو او ژوندۍ کوله چې اوس راياد شي، وايم يو انسان دومره توان نه لري چې يو څه په دومره ژور پام سره وويني. د هغې خبرې چې به هر څومره لرې لاړې بېرته به د خپلو لوڼو صفت ته راګرځېدې. اووه لوڼې یې لرلې. دې ان دا کيسه هم بې له ويلو نه پرېښوده چې پرون یې څنګه په کور کې د پيشوګانو جګړه وه او دوهمې لور یې په څومره هوښيارۍ له کوره شړلې وې. د لوڼو په موضوع کې به یې په پای کې معمولا ويل، اخ تر عقل جار شم. هغې به د خواخوږۍ پر مهال يو ډول عجيبه څېره غوره کوله او بیا به یې داسې څه ويل چې د خوا خوږيدلو پر ځای به د خوا ترخيدلو غوندې ايسيده. تر ننه مې د هغې دې حالت ته سم نوم نکړ پيدا.
د کوڅې په پای کې تر ټولو خواږه خلک اوسېدل. د دوی کور کوچنی وو، خو انجونو یې په ګلدانونو ښايسته کړی وو. ګلاب کاکا ښوونکی وو، يو زوی او درې لوڼې یې لرلې، له خپلو اولادونه سره به يو ځای ښوونځي ته ته. ګلمکۍ ترور چې به د کدو پېرکي پاخه کړل، موږ ته به یې هم راکول. درې واړه لورګانې یې په خپلو نړيو کې ورکې وې. مشره یې امره وه او د کور کارونه به یې په خوښۍ کول، دوهمه یې زمزمه وه او کشره یې خپلو نازونو له هرڅه پردۍ کړې وه. اه، چې زمزمې به څه ښه انځورونه کښل. تر ټولو لوی انځور یې چې د خونې پر دېوال یې ځړولی وو، د يو ځوان سړي وو، چې پر سر یې تر خپل ځان لوی بار ايښی وو او په دې سربېره بیا هم آرام او خندنی وو. زمزمې به ويل دا بار د هغو فشارونو سمبول ده چې نارينه یې وړي او بیا هم داسې ښيي لکه هېڅ خبره چې هم نه وي. يوازې نارينه کولی شي له دومره درنو بارونو سره سره دغسې ارام پاته شي.
د شمايلې ترور بیا په همدې زړه ترې خوړين وو چې ولې ساکښ موجودات انځوروي. خو ماته یې مهربانه خندا خوږه رالګېده. هغسې نرمي او مهرباني چې اوس هم په چا کې ووينم، زمزمه را په يادوي.
د کوڅې پاته کورونه موږ ته تش ښکارېدل. يو نيم په ريښتيا هم تش وو، په يوه يوه کې بیا يو څوک اوسېدل.
زه لا وړه وم چې موږ له هغې کوڅې کډه شوو، بیا دا هرڅه په يوه زړه کيسه او پخوانۍ خاطره واوښتل.
کلونه کلونه وروسته چې بیا ورغلم، هغه کوڅه هغسې نه وه پاتې، نه هغه ما ليدلي خلک وو. زه په يوه تمه راغلې وم. خو دېوالونه بدل شوي وو، هغه دروازې لرې شوې وې، څېرې نورې وې. اه، چا ښه ويلي وو چې
زما ليدلې لارې ټولې ړنګې دينه
هېڅ هم هغسې نه وو پاتې. هېڅ...
نظرونه ۱
بيخي خوندوره، د ګلاب کاکا کور به اوس چيرته وي🥹
خپل نظر ولیکئ