بارونه
لنډه کیسه
س
ستاره ویسا
جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵
۳ دقیقې
۹ لوستنې
غږیزه لوستنه
د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.
د متن کچه
کرښې
....
چملق شوي کاغذونه مې ټول کړل. په ټوله خونه کې خواره وو. د کاغذونو اچولو ستل هم ډک ده. زه یې ستل بولم. په زړه مې نه پورې کېږي چې د تورو د اچولو ځای ته مې بله کلمه وکاروم.
....
نه پوهېږم ولې لیکنه راته د ارامتيا تر څنګ يو ډول عذاب وي. فکر کوم تورې مې بشپړ نه وي. يو څه پکې کم وي. يو څه پکې زيات وي. وينم یې، هغه څه هغسې نه شم را ايستلی چې حسوم یې. ښايې وخت ته به اړتيا وي چې پخپله اصلي بڼه يې بیان کړم. خو ما اراموي. همدا به بس وي نو. زړه مې خالي کېږي. ښایې دا به کلونه کلونه وخت غواړي چې په تورو کې يو څه په دومره سادګۍ بیان کړو چې هر څوک پرې وپوهولی شو.
....
ستل ډک ده. پاتې کاغذونه مې په زور پکې ځای کړل. يو څه چې بار شي، تشېدل غواړي. بايد تش یې کړم، د نورو لپاره بايد ځای خالي کړم. باوري يم چې بیا بیا به ډکېږي. څو چې ژوند روان وي او ما يو څه اغېزمنوي، دا چملق شوي کاغذونه به هم نه ختميږي.
....
کوچنی ابي رنګه ستل مې راپورته کړ، دروند ده. بېخي ډېر. دوه ګامه مې په زحمت واخستل. داسې حسوم لکه ټوله نړۍ چې مې په لاس کې وي. کيناستم، ور ومې کتل، چملق شوي کاغذونه دي، په شنه رنګ لیکل شوو تورو ډک دې. په ځينو یې سيخي کرښې هم را ایستل شوې. ورته ځېره شوم، دا مې ولې کرښه کړې؟ بل چا خو نه لیدې. يعني موږ ان له ځانه هم د ځينو خبرو کول پټوو؟
ولې؟
....
ستل مې راپورته کړ، سپک ده، مګر نه ده.
ما څنګه دا دومره درندوالی ګرځاوه؟ څومره ښه ده چې لرې کولی یې شم. ډېر خلک یې نه لرې کوي، ښایې کولی به یې نه شي. خو ټول ژوند د دې درندوالي وړل پياوړتيا نه ده؟ ښایې وي به، او ښایې نه. نه، نه دا پياوړتيا نه شي کېدای. ښایې مجبوريت به وي. ښایې هر څوک به یې داسې د کاغذونو تر منځ نه شي چملق کولی.
....
ښایې له همدې امله مې نن زړه غواړي چې تازه ګلونه ووينم، خواږه وخورم او له وخت سره ګام په ګام مخکې لاړه شم. ښایې د عادي ژوند لپاره اړينه وي چې دا بارونه لرې کړو، له خونې یې راټول کړو او بهر يې واچوو.
داسې يوه لار باید د هر چا په ژوند کې وي.
باید...
نظرونه ۰
تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!
خپل نظر ولیکئ