اصلي منځپانګې ته ورشئ

انا

لنډه کیسه س ستاره ویسا جمعه، ۲۴ تله ۱۴۰۵ ۴ دقیقې ۱۰ لوستنې
انا

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

د متن کچه کرښې
انا جانه په واده کې د ګڼو ښځو او انجونو تر منځ ناسته ده. د هغې په اند دا تر ټولو معتبر ځای ده. دا غږیږي، او فکر کوي چې نوري ټولې ښځې د دې تر قوماندې لاندې دي. د نورو ښځو تمثيل خو هم داسې ده لکه همدا چې ريښتيا وي، مګر هغوی هم ښځې دي، ښځې.

انا په کور کې ډېرې کيسې نه کوي. غلې خو یې هم نه شو بللی، مګر هغه څه نه وايي چې له کوره د باندې یې وايې. په کور کې په اسانه د انا غوسه او عادي مخ نه شو سره معلومولی. انا دا هر څه پخپله په ځان کړي، دومره ډېر تروه یې کتلي چې اوس یې ګونځې تر هډوکو رسيدلې.

ټوله ورځ په کور کې د استخباراتو د مامورې په څېر ناسته او دې ته په تمه وي چې يو څه مات يا توی شي. له بده مرغه هېڅ هم د دې له سترګو نه پټیږي او زما چې څو په زړه کېږي دا په خپلو نورو ځانګړنو سربېره په دې هم ډېره ویاړي. په دې برخه کې د انا جانې طبيعت خورا حساس دی، ان پياله هم بايد تر خپلې اندازې ډېره ډکه نه شي.

زموږ انا جانه له کوره بهر خاندې هم، ان کله کله خو ډېره مهربانه او مينه ناکه هم شي، مګر ډېره ژر خپله معمولي څېره پرې غالبه شي. دا څو څېرې لري او هره څېره یې بې شمېره اندازونه لرې او دا اندازونه هم بیا له حالاتو سره سم بدليږي. فکر کوم له همدې امله تر اوسه د انا د طبیعت پر اوښتون سم نه پوهېږو.

اوس اناجانې د خپلې ځوانۍ يوه کيسه را اخستې ده. ډېره په خوند یې کوي. د دې کيسې هم د اوريدو دي، خو هغه چې د اورېدو دي موږ ته یې نه اوروي. په موږ هغه څه اوروي چې اوريدل او نه اوريدل یې اوس عادي دي.

انا د پلار جان مور ده، او پر موږ غالبه ده، خو تر هغه ډېر په دې خپله (انا )غالبه ده، هههه. ګردۍ ورځ زموږ مخ ته د دې په اند زموږ ناسم او د هغو په وړاندې د دې خپل سم کارونه قطاروي. خو کاش د دې سم او ناسم په هکله ګرانې انا جانې څه نه ويلی. کاش.

انا دوه د راز ملګرې هم لري. دوی چې يو ځای شي ځانونه د يوې بلې ټينګې خواخوږې بولي او غلې غلې ډېرې کيسې سره کوي. خو لږ وروسته انا د دواړو له خبرو ستړې وي، له شا خبرې ورپسې کوي. همدا لامل ده چې د انا جانې د احساساتو تحليل او د دې په طبیعت پوهېدل یې خورا سخت کړي.

له ماشومانو سره هم نه ده خوږه. د دې يو دليل دا ده چې ماشومانو ته په ناز ورکولو سره هغوی نازولي کېږي. تل وايې چې«مه ورته خاندئ» بیا سترګه نه درنه کوي. ښه، خو دا له لويانو سره هم همداسې ده، ان له مور او پلار سره مې هم، يا څوک څه خبر موږ به هم ټول ماشومان ورته ښکارو. د انا اصول همداسې دي نو، حالاتو او خلکو ته نه ګوري، پلي کوي یې. هههه، خو د هغې په وړاندې څوک څه ويلی شي؟ اصلا ولې بايد ووايې يا چې وايې نو څه به وايې؟

دا ده، د انا ټنډه بیا تروه ده. مګر دا تريووالی يوازې هغو کسانو ته مالوميږي چې له انا سره يو ځای اوسیدلي وي. اوس یې زړه په دې شين ده چې انجوني ښه اتڼ نه کوي، ټولې په يو ځل، په چرخ نه شي را اوښتلی. هههه، خو انا هم سم وايې، انجوني ملامتې دي، ولې ټولې په يوه ثانيه يا د ثانيې په نيمايې کې په چرخ نه راوړي؟ دومره خو بايد پوه وي چې ځينې خلک د حساس طبیعت څښتنان وي، انا خو بیا بیخي. خو غم دا ده چې د انا د طبیعت اوښتون ته هم د هر چا پام نه وي، حساس خلک خو کم وي.
خو انا چیري دومره کمه تمه لري. نه پوهېږم که په دې پوه شي نو کومه څېره به غوره کوي، په کوم انداز کې، له څومره تغيير سره...

دا کیسه څنګه وه؟

نظرونه ۰

تر اوسه هېڅ نظر نه دی ورکړل شوی. لومړی نظر تاسو ولیکئ!

خپل نظر ولیکئ

د نظر لیکلو لپاره مهرباني وکړئ خپل حساب ته ننوځۍ یا حساب جوړ کړۍ

اړوندې کیسې

ويده
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ويده

تا ويل د وطن کيسه راته وليکه. تا یې د خلکو پوښتنه کړې وه، ويلي دې وو چې د ژوند په اړه یې راته ووايه. خو د نېکه په ذهن کې دې د وطن په نوم ډېر لږ څه پاته دي. له هغه راهيسې کلونه اوښت...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۲۴ ۸ ۱
ولولئ
رنګ
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

رنګ

د کوچنيو سرو ګلونو څنګ ته ناسته وه، ګل یې راوشکاوه، خو پام یې په ډېر لرې ټکې کې ګنډلی وو. شېبه وروسته یې په لاس کې د ګل نيولي ډنډر ته پام شول، په خاورو کې د ګل پرتو سرو پاڼو ته یې...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۳ دقیقې ۵۰ ۶ ۰
ولولئ
ليکوال
لنډه کیسه ۲۴ تله ۱۴۰۵

ليکوال

له چايو ډکه پياله یې ورسره واخیستله، پيشو له شا ورپسې روانه شوه. ورغی، د کړکۍ څنګ ته اېښودل شوي مېز ته کېناست. پيشو کړکۍ ته وختله. د مېز پر سر ګڼ کتابونه، قلم دانۍ او يو انځور ا...

غږیزه لوستنه

د دې لیکنې غږیزه لوستنه لا نشته.

۶ دقیقې ۹ ۱ ۰
ولولئ